ویانا ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د کمېشن آن نارکوټېکس ډرګز ويانا كښی د 61 مې كلنې غونډې په آخري ورځ د پاكستان حكومت تعليمي اد??رو كښې د نشائي توكو مخنيوي له قرارداد لپاره تجويز كړې شوي اقدامات ويانا كښې په متفقه توګه منظور كړې شول د دې ټولو غړو ??ېو??دونو ملاتړ وكړو۔ په دې مهال د پاكستاني حكومت د اعلی كچې پلاوي مشري د نشائي توكو مخنيوي وزارت سېكتر محمود اقبال كوله۔ ده په دې تاريخي موقع د ټولو غړو ??ېو??دونو مننه كولو سره ووئيل د پاكستان حكومت دا ګام د ټولې نړۍ په تعليمي اد??رو كښې د نشائي توكو كارولو او رسنې ختمولو هڅو له د يو سنګ ميل حېثيت ل??ي۔ ددې قرارداد منظورۍ سره به د اے اېن اېف خاص مهم لا قوي شي۔ تېره ورځ د نشائي توكو مخنيوي سېكتر اقبال محمود غونډې ته خطاب كښې ووئيل پاکستان تېر كال بېلو كاروايو كښې 400 ټن څخه زيات نشائي توكي نيولي دي۔ په دې كښې ډېر مهم نړيوال كېسونه هم شته۔ پلاوي د يو اېن او ډي سي اعلی چارواكو سره سره د چين ٬ امريكه ٬ روسيه ٬ تركيه او سعودي عربستان نمائندګانو سره هم ملاقات وكړو۔ كومو چې د نشائي توكو مخنيوي له د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او پلاوي ته ئې د هرې ممكن مرستې باور وركړو۔ دوئي د پاكستان ګاونډي ??ېو??د كښې د پوست په زياتېدونكي پېداوار او دې سره په اړوند خطرو رڼا واچوله۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې په ګاونډي ??ېو??د كښې د نشائي توكو پېداوار كښې كال 2017ﺀ كښې 87 فيصد زياتوالې شوې او د يو اېن ډي سي د شمېرو ترمخه دا پېداوار ډېر زيات دے۔
د پاكستان تعليمي ادارو كښې د نشائي توكو مخنيوي له قرارداد لپاره تجويز كړې شوي اقدامات ويانا كښې په متفقه توګه منظور كرې شول قرارداد د کمېشن آن نارکوټېکس ډرګز ويانا كښی د 61 مې كلنې غونډې په آخري ورځ منظور كړې شو۔
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن