اسلام آباد۔5 اګست (اے پی پی) مظلوم, کشمیریانو سره يووالي څرګندولو له د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د بهرنیو چارو وزارت څخه تر پارليمنټ هاؤس د کشمیر د استحصال ورځې لاریون ووېستلے شو۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ٬ د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ٬ د رېلوے وفاقي وزير اعظم سواتي او د پارلمان یو شمېر غړو په لاریون کې برخه واخسته۔ د پارلمان ودانۍ مخې ته د لاریون مشري د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي کوله. لاريون چې كوم وخت ډي چوك ته ورسېد نو سائرن غږولو سره مظلومه كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې له يوې دقيقې له خاموشي اختيار كړې شوه۔ په دې موقع میډیا سره په خبرو کښې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ووئیل ټول پاكستاني قام او كشميري اولس د هند د 5 اګسټ 2019ﺀ غیرقانوني او یو اړخیزه اقدامات مسترد كړي۔ هغه ووئيل مونږ به د كشميري اولس د جواز لرونكو سټرو ملاتر روان ساتؤ۔دغسې د پاكستان صدر ډاكټر عارف علوي او نورو لاريون كښې ګډون كوؤنكو ته خطاب وكړو۔
د كشمير استحصال ورځې په مهال د شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښې لاريون وويستلے شو
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ