سرينګر 05 دسمبر (اے پي پي) په غ??ر قانوني مقبوضه جمو و كشمير كښې د نرېندر مودي د فسطائي هندي حكومت لخوا تېر كال د اګست په پنځمه نېټه د لګول شوې پرله پسې پوځي محاصرې په وجه د كشميريانو ژوند سختو ستونزو سره مخ دے. په مقبوضه سيمه كښې د هندي پوځ د پوځي محاصرې په 16 مياشتې پوره كېدو د كشمير مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا په جاري شوي يو رپورټ كښې انكشاف شوے چې هندي ځواكونو په دې موده كښې د اوو مېرمنو پشمول 291 كشميريان شهيدان كړي د??. په رپورټ كښې وئيلي شوي د?? چې زياتره كشميريان د محاصرې او لټون په نوم د كارروائيو په مهال په جعلي مقابلو كښې شهيدان كړے شوي د??. په رپورټ كښې وئيلي شوي د?? چې زياتره ځوانان د خپلو كورونو نه پورته كړے شوي د?? او په دوي د مجاهد كېدو يا مجاهدينو لپاره د كار كولو بې بنسټه تورونه لګول شوي د?? او بيا وروستو شهيدان كړے شوي د??. د رپورټ له مخې د تېرو شپاړس مياشتو په مهال د 291 كشميريانو د شهادتونو په نتي??ه كښې شپاړس مېرمنې كونډې او 36 ماشومان يتيمان شوي د??. په دې موده كښې د طاقت وحشيانه استمال په نتي??ه كښې ??و زر 5 سوه 77 كسان ژوبل كړے شوي د?? او 14 زره 2 سوه 19 كسان ګرفتار كړے شوي د??. په رپورټ كښې وئيلي شوي د?? چې قابض هندي ځواكونو په دې موده كښې 976 كورونه او ودانې تباه كړې دي او د 94 كشميري مېرمنو ئې بې حرمتي كړې.
هندي ځواكونو د 16 مياشتو د محاصرې په مهال 291 كشميريان شهيدان كړي
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر