رياض 25 اکتوبر (اے پي پي) وزيرا??ظم عمران خان وئيلي دي چې د پاکستان او سعو??ي عرب قوي شريكې اړيكې لري ٬ سعودي په هره سخته كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده، د سعو??ي عرب د سلامتي ته د كوم خطر له مخې پاكستان د سعودي د تحفظ عزم لري، هند سره پاکستان يوازنۍ د كشمير تنازعه لري٬ كه د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې هند كشميريانو ته د خپلواكۍ حق وركړي نو بيا هند سره مونږ هېڅ جګره نشته٬ د سعودي سرمايه کارو لپاره پاکستان زړه راښكوٶنكي هېواد دې۔ وزيرا??ظم عمران خان دا خبرې ګل په ورځ د پاکستان سعو??ي عرب انويسټمنټ فورم ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وزيرا??ظم عمران خان په لنډ وخت كښې په انويسټمنټ فورم كولو د انجينئر خالد بن عبدالعزيز الفليع د كردار ستائنه و??ړه۔ وزيرا??ظم عمران خان ووئيل دواړه هېوادونه لازوال شريكې اړيكې لري كومو ژرړې چې په اولسي كچه دي٬ كه په پاکستان كښې د هر چا حكومت وي خو سعو??ي عرب خاص اړيكې په ځائ وي٬ سعو??ي عرب حرمين شريفين خاوره ده ٬ د دواړو هېوادونو د اړيكو د استحكام سبب اولسي اړيكې دي۔ وزيرا??ظم ووئيل تل په سخته كښې ملګرتيا كوٶنكي خپل مخلص دوستان ياد ساتي ۔ ده و??ئيل كه د سعو??ي عرب سلامتيا، خپلواكۍ او سيمه ايزې سالميت ته كوم خطر رامخې ته شو نو پاكستان به تل د سعودي ملګرتيا كوي۔ وزيرا??ظم ووئيل د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان ولوله انګيز قيادت كښې په خپل هېواد كښې د لا مثبت بدلونونو جذبه ده۔ وزيرا??ظم ووئيل د كال 1960 په لسيزه كښې د پاکستان معيشت په نړۍ كښې په تندۍ سره په رامخې ته كېدونكې معيشتونو كښې شامل ٶ٬ ادارې ئې قوي وي ٬ د پاكستان انټرنيشنل ايئر لائن د نړۍ د سر په پنځه شپږ اېئر لائنز كښې شمېرلې كېدو، ھغه وخت پاکستان په سم لور روان ٶ خو د بده مرغه مونږ د ھغې لارې نه بې لارې شو٬ اوس مونږ بيا په ھغه لاره روان يو٬ صنعتونو ته مراعات وركوٶ۔ وزيرا??ظم ووئيل د پاکستان په 22 كروړه آبادۍ كښې د زياتره كسانو عمر د 30 كالو څخه كم دې كوم چې يو شاندار استعداد دے كوم چې په پرمختګ كښې د مهم كردار وړ دې٬ د پاكستان زلمے افرادي قوت او جغرافيائي محل وقوع د هېواد په اهميت كښې اضافه كوي٬ ده و??ئيل پاکستان آسيائي او او د دې نه وروستو منډيو لپاره د ګېټ وے دې او پاکستان د خپل دې جيو شراکت دارۍ او د جديد خطوطو له مخې د سيمه ايزو روابطو په بنياد سيمه ايز تجارت لپاره د موقعو وړاندېز كوي۔ ده و??ئيل پاكستان خپل ګاٶن?? كښې د نړۍ دوه بهترين منډۍ لري٬ پاكستان چين سره شاندار اړيكې لري٬ كه هند سره د كشمير كشاله په سوله ايز ډول هواره شي نو دې موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي۔ وزيرا??ظم ګډون كوٶنكو ته و??ئيل پاكستان كښې په ټولو څانګو كښې غېر ملكي سرمايه كاري٬ د سرمايه كارۍ بېرته وركولو سره او د كومو بندېزونو نه غېر كېدې شي۔ ده و??ئيل د افغانستان د لارې تر مېنځنۍ آسياء هېوادونو ته رسنه ممكن ده٬ پاكستان كښې غېر ملكي سرمايه كارو لپاره بلها موقعې دي٬ د سعودي سرمايه كارو لپاره پاكستان زړه راښكونكې هېواد دې، د سعودي کاروباري ورورولۍ ته دا وئيل غواړم چې حالات بدلېږي رابدلېږي٬ پاکستان د خپل محل وقوع په سبب هر كس لپاره موقعې لري٬ د سعودي وروڼو سره په راوي اربن سټي كښې د سرمايه کارۍ بهترين موقعې دي، د دې نه علاوه په سنټرل بزنس ډسټرکټ لاهور كښې هم د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي٬ د دې نه علاوه ايکوا پاور او د سندھ درياب په غا??ه درې لكه اېكړا زمكه زرعي مقاصدو د استعمال موقعو څخه سرمايه كار ګټه پورته كولې شي٬ ده د سعودي سرمايه كارو له بلنه وركړه چې ھغوي دې پاکستان كښې سرمايه كاري وكړي۔ وزيرا??ظم ووئيل پاکستان د يو مهذب هېواد په توګه نړۍ سره په شريك احترام آډانه اړيكو كښې خوښي لري٬ هند كښې د مهذب ګاٶنډې په توګه د مقبوضه کشمير معامله د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړي نو مونږ ورسره كومه شخړه نه لرو، کشميريانو ته د خپلواكۍ د حق ضمانت ملګرو ملتونو 72 كاله وړاندې خپلو قراردادونو كښې وركړې ده۔ ده و??ئيل زه خواهش لرم چې سعودي سره اړيكې نوې بام ته ورسي، شريكې اړېكې به دواړو هېوادونو له ګټورې وګرځي۔ په دې موقع د سعودي كمپنو اېس اے بي آئي سي، اے سي ډبليو اے پاور، مادن اېس اے اېل آئي سي، اېل زمل ګروپ، اېل باواني ګروپ، رياض بېنك او د انټرپرينيورز نمائندګانو او د پاکستان کاروباري شخصياتو په ګډون وكړو۔ د سعودي د سرمايه كارۍ وزير انجينئر خالد ايلفليع، خارجه وزير شاه محمود قرېشي، د خزانې سلاحكار شوکت ترين او د توان وزير حماد اظهر هم وېنا وكړه
پاکستان او سعودي عرب قوي شريكي اړيكې لري، د سعودي سرمايه کارو لپاره پاکستان زړه راښكوٶنكې هېواد دے۔ د وزيراعظم عمران خان د پاکستان او سعودي عرب انويسټمنټ فورم ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ لاٹری