اسلام آباد۔8 اګست (اے پی پی)د چین سفیر نونګ رونګ د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد سره ملاقات وكړو۔ د اتوار په ورځ د چین سفیر د کورنیو چارو وزیر سره دا ملاقات د هغه په استوګنه كښې كړے۔ په دې موقع د پاك چين دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د کورنیو چارو وزیر ووئیل د داسو هایډرو پاور بس پرېكړې په اړه روانې څېړنې تر بحث لاندې دي. فريقېنو موافقه وكړه چې زر تر زره به تحقیقات بشپړ کړي۔ د کورنیو چارو وزیر ووئیل د چینایی وګړو او پاكستان كښې د كار كوؤنكو چينائي شرکتونو امنیت به فول پروف جوړولے شي۔ هغه ووئیل پاکستان به اجازه ورنکړي چې د پاكستان چین اقتصادي راهدارۍ د کوم بهرني سازش لاندې راشي. داخله وزير زياته كړه چې كوم طاقت هم د پاکستان او چین ترمنځه اړیکو كښې خنډ ګرځېدے نه شي۔د چین سفیر د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل ډیر چینایي شرکتونه په پاکستان کښې په بېلابېلو پروژو کار کوي. هغه چينائي وګړو ته په آسانيو وركولو د داخله وزارت مننه هم وكړه۔
داخله وزير شېخ رشيد احمد سره د چين سفير نونګ رونګ وليدل
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب