اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)د وزيراعظم محمد نواز شريف لور مريم نواز د شورو په ورځ د ورځې پھ 11 بجې په فېډرل جوډېشل اكېډمۍ كښې په جے آئي ټي كښې د وړاندې كېدو په موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو٬د مسلم ليګ(ن)په لويه شمېره كاركنان د فېډرل جوډېشل اكېډمۍ پھ خوا كښې جمع شوي وو٬دوي د مريم نواز پھ حق كښې نعرې ووهلې۔كاركنانو پلې كارډونه پورته كړي وو او پرې ليكلې شوي وو چې مريم نواز قدم پورته كړه مونږ تا سره يو٬مريم ستا جانثار٬بې شمار او داسې نورې نعرې ليكلې شوې وې۔مريم نواز چې كله اكېډمۍ ته راورسېده نو د كاركنانو د نعرو ځواب يې ور??ړو۔د مريم نواز ګا??ې د هغې ور??ر حسن نواز چلولو ورسره د هغې بل ور??ر حس??ن نواز او د هغې خاوند كېپټن(ر)محمد صفدر٬د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب او د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني هم وو۔
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania