اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)خارجه سېكرټري سهيل محمود وئېلي دي پاكستان د امن لرونكې ٬مستحكم او خوشحال افغانستان لپاره عزم لري۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكرټري دا خبره د افغانستان لپاره د آسټرېليا خاص ډينيئل سلوپر سره د خبرو په مهال كړې چا چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې ده سره ملاقات كړی۔خارجه سېكرټري د پاكستان نظر په ډاګه كولو سره ووئېل چې پاكستان د پرامن٬مستحكم او خوشحال افغانستان لپاره عزم لري۔خارجه سېكرټري په دې خبره زور راوړو چې د نړيوالې ورورولۍ شموليت او مرسته د افغان اولس سمدستي بشري او اقتصادي بحران مخ نيوي لپاره ضروري ده۔ خاص استازي سلوپر د افغانستان صورتحال په اړه د آسټرېليا نكته نظر څخه خبر كړو او د انخلا په نړيوالو هڅو كښې آسانيو له ئې د پاكستان كردار هم وستائېلو۔
مضمون کا ماخذ : loteria do Paraná