لاهور 27 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې ن ليګ په عدليه او پوځ فشار اچولو لپاره منظم كمپائن چلولې، جعلي وېډيوز او آډيوز رامخې ته كول د ن ليګ عادت جوړ شوے، چې كله هم د مريم نواز او نواز شريف مقدمې وروستي پړاٶ ته ورسي نو د سبوتاژ كولو هڅه ئې كولې شي، رانا شميم د ن ليګ عهدېدار و، هغه د ګلګت بلتستان چيف جسټس لګول شوے و او د هغه څخه د مرضې بيان حلفي ترلاسه كړې شوي دي. ده دا خبرې د خالي په ورځ مېډيا س??ه په خپلو خبرو كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن ??وئ??ل چې روانه اونۍ د ښه خبرونو لړې روانه وه، د عدليه په ضد سازشونه ناكام شول. ده ??وئ??ل چې جعلي وېډيوز او آډيوز رامخې ته كول د ن ليګ عادت جوړ شوے، چې كله هم د مريم نواز او نواز شريف مقدمې وروستي پړاٶ ته ورسي نو د سبوتاژ كولو هڅه ئې كولې شي، بايد عدليه د داسې معاملو نوټس واخلي. ده ??وئ??ل چې پخواني واكمن د 25 نه تر 30 كلونو په واك كښې پاتې شوي دي او په هره يو څانګه كښې ئې د پردې په شا خپل كس لګولې دے، رانا شميم د ن ليګ عهدېدار و، هغه د ګلګت بلتستان چيف جسټس لګول شوے و او د هغه څخه د مرضې بيان حلفي ترلاسه كړې شوي دي. ده ??وئ??ل چې ن ليګ په عدليه او پوځ فشار اچولو لپاره منظم كمپائن چلولې، دې مقصد لپاره د ځينې خبريالان، اېنكرز او پرائيوېټ ټويټس كارول شوي دي. وف??قي وزير ??وئ??ل چې دې خلقو هېواد لوټ كړے او خپل جائيدادونه ئې جوړ كړي دي. په عدالتونو كښې دوي د خپل جائيداد ثبوت نه لري. د هېواد د معاشي صورتحال ذكر كولو سره وف??قي وزير ??وئ??ل چې په نړيواله منډئي كښې بېعې ټيټې شوې دي، د دې آغېز به په پاكستان هم كېږي، كه دا رجحان روان و نو په معيشت به ئې ښه اغېز وشي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې وف??قي وزير ??وئ??ل چې كه مريم نواز ته ښكاري چې جعلي وېډيوز د هغې كېس قوي كوي ، نو دا دې په عدالت كښې وړاندې كړي.
ن ليګ په عدليه او پوځ فشار اچولو لپاره منظم كمپائن چلولې، جعلي وېډيوز او آډيوز رامخې ته كول د ن ليګ عادت جوړ شوے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات