اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول د تحريك انصاف د منشور بنيادي برخه ده، د انتخابي اصلاحات په عمل كښې به اپوزيشن له خپل كردار ترسره كول وي، الېكټرانك ووټنګ مشين لپاره ټوله ټېكنالوجي مكمل ده،ان شاءاللہ د 2023م ټولټاكنې به د نوي مېكانزم له مخې كېږي كوم چې د پي ټي آئي حكومت د ټاكنو كميشن او پارلمان ته وړاندے كړے، د رېلوے پېښه ډېره افسوسناكه ده. ده دا خبرې د ګل په ورځ د الېكشن كميشن په وړاندې مېډيا سره د خبرو كولو په مهال وكړې. په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د وزيراعظم د پارلماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان او د احتساب صلاحكار شهزاد اكبر هم موجود وو. د اطلاعات وفاقي وزير د رېل ګاډي پېښې په اړه ووئيل د جون په 7مه نېټه سهار وختي د ډهركي او رېتي په سيمه كښې د ملت اېكسپرېس ډبې د پټلې نه د كوزېدو نه پس د سرسيد اېكسپرېس سره ټكر شوي. ده ووئيل په درې بجې 43 دقيقې د سكهر كنټرول روم ته اطلاع ترلاسه شوه چې په دې ځاے كښې د ملت اېكسپرېس ډبې د پټلې نه كوزې شوي. د ډبو كوزېدو په وخت سرسيد اېكسپرېس هم د ډبو سره ټكر شوے. د رېلوے وفاقي وزير د خاص الوتكې د لارې سهار په 9 بجې د پېښې ځاے ته رسېدلے. ده ووئيل ټول قام د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك دے. د پېښې د پلټنو څخه به قام خبر كړے شي. وفاقي وزير ووئيل له بده مرغه د يوې اوږدې مودې څخه د رېلوے په نظام كښې سرمايه كاري نه ده شوې، 74 كاله پس مونږ د اېم اېل ون پروژه پېل كړې. ده ووئيل نن رامېنځ ته شوې پېښه ډېره افسوسناكه ده. د اطلاعات وزير ووئيل د الېكشن كميشن سره د حكومت پلاوي نن په دوهم ځل ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په څلورو نكاتو خبره شوې چې پكښې د انتخابي اصلاحات بل، الېكټرانك ووټنګ مشين، بائيو مېټرك او آئي ووټنګ شامل دي. ده ووئيل د الېكټرانك اصلاحات بل تېر كال د اكتوبر په مياشت كښې په قومي اسمبلۍ كښې وړاندې كړے شوے. د بل د لارې مونږ په انتخابي عمل كښې 49 تراميم معرفي كړي. وفاقي وزير ووئيل د 80 نه تر 90 لكه پاكستانيان بهر دي. دوي ته د ووټ حق وركولو لپاره مو يو جامع رپورټ د ټاكنو كميشن ته وړاندې كړے. ده ووئيل بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول د تحريك انصاف د منشور بنيادي برخه ده، د انتخابي اصلاحاتو په عمل كښې به اپوزيشن ته خپل كردار ترسره كول وي، الېكټرانك ووټنګ مشين لپاره ټوله ټېكنالوجي مكمل ده،ان شاءاللہ د 2023م ټولټاكنې به د نوي مېكانزم له مخې كېږي كوم چې د پي ټي آئي حكومت الېكشن كميشن او پارلمان ته وړاندې كړے
بهر مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول د تحريك انصاف د منشور بنيادي برخه ده، د انتخابي اصلاحات عمل كښې به اپوزيشل له خپل كردار ترسره كول وي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د الېكشن كميشن په خوا كښې مېډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر