اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د كرسمس په موقع مسيحي ټولنې او د پارلمان غړو ته مبارك?? وركړې كومه چې هر كال د حضرت عيسٰي ﴿علېه ا??سل??م ﴾ د زېږون په ورځ په ټوله نړۍ كښې په عقيدت او احترام لمانځلې شي. په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر په خپل پېغام كښې ووئيل چې الله تعالٰي حضرت عيسٰي علېه ا??سل??م د محبت، امن، برداشت او ورورولې تبليغ لپاره مبعوث كړے. ده ووئيل چې مسلمانان حضرت عيسٰي علېه ا??سل??م د الله تعالٰي برګزيده پېغمبر مني او د زړه نه د هغه تعظيم او احترام كوي. ده ووئيل چې د كرسمس ورځ مونږ ته د امن او مرستې درس راكوي. سپيكر د هېواد رغونې او پرمختګ لپاره په پاكستان كښې د مسيحي ټولنې خدمات وستائيل. د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري هم په دې موقع په پاكستان ، ټوله نړۍ او د پارلمان مسيحي غړو ته د كرسمس مبارك?? وركړه او وې وئيل چې د هېواد رغونې او پرمختګ لپاره د مسيحي ټولنې خدمات د ستائنې وړ دي.
د قومي اسمبلۍ سپيكر او ډپټي سپيكر د كرسمس په موقع مسيحي ټولنې ته مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک