كراچي 16نومبر(اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي كراچۍ كښې په روان نړيوال دفاعي نندارتون آئيډياز 2022 په دستوره كښې ګډون كړے ۔د صدر مملكت پشمول د نورو مېلمنو په اعزاز كښې د رنګا رنګ دستورې اهتمام هم شوے ؤ ۔د ايوان صدر مېډيا ونګ له مخې په دستوره كښې د سندھ وزيراعلٰی٬د سندھ ګورنر٬صوبائي وزيرانو٬نامتو صنعتكارو٬سفارتكارو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔دفاعي نندارتون آئيډياز 2022 په دستوره كښې د ټولو هېوادونو دفاع صنعت سره تعلق لرونكو كسانو هم ګډون كولو ۔په دستوره كښې د پاكستان بېلو صوبو سندرغاړو اولسي موسيقي هم وړاندې كړه۔په دې موقع صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آئيډياز نندارتون لپاره خذمات ترسره كولو كسانو له ايوارډز هم وركړل۔
مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن