اسلام آباد 20اکتوبر(اے پي پي) وزیراعظم عمران خان پاكستان د مدينې رياست په ډول فلاحي مملكت جوړولو له د هڅو روانو ساتلو خپل عزم څرګندونه كولو سره د بې وزلو د خيال ساتلو ٬ د انصاف سرلوړۍ ٬ د زړه پورې اخلاقي اقدارو ٬ د بدعنوانۍ مخنيوي او د كورني نظام د تحفظ په حاجت زور راوړے دے او وئيلي ئې دي چې په اسلامی اقدار د عملدرآمد نه غېر كومه ټولنه پرمختګ نه شي كولې ، بزدل انسان كله هم لارښود جوړېدې نه شي٬ تركومې چې ژوندې يمه د انصاف او قانون سرلوړۍ له به جنګ كوم ٬ د انصاف يو ډول معيار خپلولو نه غېر كومه ټولنه مخ په وړاندې تللې نه شي ٬ ځوانانو ته رحت للعالمين سكالرشپس وركوؤ٬ د احساس پروګرام ترسېوري لاندې به يو كروړ 25 لكه كسانو ته راروانه مياشت كښې پېسې وركړې شي ٬ په پنجاب كښې به تر مارچ مياشتې ټولو وګړو ته صحت كارډ وركړې شي٬ حكومت خلك او نړۍ د حضرت محمد خاتم النبيین صلی اللہ علیه پاك د ژوند او تعليماتو نه خبرولو له رحمت للعالمين اتھارټي جوړه كړې ٬ دا اتھارټي به نړۍ د اسلامي انقلاب نه خبر كړي او د سيرت نبوي په اړه به د ځوانانو لارښودنه وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ قومی رحمت للعالمین ۖ کنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ٬ وفاقي وزيرانو ٬ د قامي اسمبلۍ غړو او نورو اعلې سياسي او سماجي شخصيات ګډون كولو۔ وزيراعظم ووئيل د جشن عيد ميلاد النبي په بشپړه توګه لمانځولو ټولو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ هغه ووئيل زمونږ ځوان كول ته بايد د خوږ نبي ﷺد سيرت په اړه معلومه شي۔ د رسول پاك ﷺ د مبارك ژوند په اړه په خاص توګه د 5 دقيقو دستاويز فلم جوړ كړې شو ٬ كوم چې كنفرنس كښې وښودلې شو۔ هغه ووئيل رسول پاكﷺ په نړۍ كښې د تورې د لارې نه د سوچ او فكر د لارې انقلاب راوړې ؤ۔ هغوي د خپل پاك ژوند د لارې د انصاف درس وركړو٬ د هغوي په دور كښې د عدل او انصاف او قانوني حكمراني وه ٬ څوك د قانون نه بالاتر نه ؤ۔ هغه ووئيل د مدينې رياست يو فلاحي رياست ؤ٬ دغې رياست د ښكته طبقې ذمه واري اخستلو سره هغه پورته كړه۔ هغه ووئيل په هندوستان كښې د قانون نه د طاقت حكمراني وه٬ په افغانستان او زمونږ په قبائلي سيمو كښې د جرګې نظام ؤ۔ په دغه صورتحال كښې په هندوستان به قبضه كېدل خو په افغانستان به قبضه كېدې نه شوه۔ قبائلو د برطانوي راج په ضد پرله پسې جنګ كړې۔ وزیراعظم ووئيل د مدينې رياست خلكو ته انصاف او بنيادي آسانۍ وركړې۔ هغه ووئيل لارښود بايد صادق او امين وي٬ حضرت محمد ﷺ مثالي نمونه وړاندې كولو سره په مسلمانانو كښې د لارښودنې خصوصيات پېدا كړل۔ اسلام وښودل چې ژوند ٬ عزت او رزق د الله تعالی په لاس كښې دې چې ورسره په كم وخت كښې لويې مسلمانان لارښود پېدا شول كومو چې د نړۍ مشري وكړه۔ هغه ووئيل اسلامي مېرمنو ته حقونه وركړل٬ كوم چې اروپا ډېر وروسته وركړل۔ اسلام كښې غلامان د ټولنه برخه جوړ كړې شول۔ غلامان باچيان جوړ شول٬ اسلام د مشرانو احترام وښودلو٬ په اولني ځل د مدينې په رياست كښې د پنشن نظام پېل شو٬ د حضرت بابا فرید ګنج شکر او د نظام الدین اولیاء په شمول نور بزرګان عاشق رسول وو۔ وزيراعظم ووئيل د اسلام په سبب د علم انقلاب راغلو۔ مسلمانانو د سائنس په شمول ټولو څانګو كښې لارښودنه وكړه٬ بغداد او قرطبه د علم مركزونه جوړ شول۔ حضرت محمد ۖ رحمت للعالمین دے او هغه ټول انسانانو لپاره رحمت جوړ شوې راغلو۔ مسلمان د نبي په تعليماتو عمل كولو سره كاميابي ترلاسه كولې شي۔ هغه ووئيل د حضرت محمد ﷺ اسوه حسنه زمونږ لپاره مثالي نمونه ده۔ مونږ او زمونږ ځوانانو لپاره به په دې عمل كول وي۔ د الله حكم دے چې څوك په دې عمل كوي هغه به كامياب شي۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې پاكستاني وګړي پاكستان ته راتللو سره دلته سرمايه كاري كول غواړي خو چې كله هغوي دلته راشي نو هغوي سره دھوكه او فراډ كېږي چې د هغې دلاسه هغوي دلته پاتې كېدې نه شي٬ هغوي د قانون د حكمرانۍ عادي وي ٬ 90 لكه پاكستانيان بهر هېوادونو كښې مېشته دي كه 30 نه تر 40 زره پاكستان ته راشي او دلته سرمايه كاري وكړي نو آئي اېم اېف ته د تللو حاجت به پاتې نه شي۔ د دوئي په پاكستان سرمايه كارۍ كولو كښې د هېواد نظام تر ټولو لوئے خنډ دے٬ دې كښې د بهترۍ راوستلو هڅه كوؤ۔ د ننه 50 كاله وړاندې پاكستان په منطقه كښې پرمختګ كولو ولې اوس دا ښكته راغلې۔ د پاكستان بنياد په كلمه طبيه اېښودلې شوې ؤ۔ علامه اقبال د مثالي رياست خوب ليدلې ؤ۔ د قرارداد پاکستان روح اسلامي فلاحي رياست ؤ۔ هغه ووئيل پاك پرودګار مونږ ته پاكستان كښې بلها نعمتونه راكړې دي۔ مونږ له به خپل رخ سمول وي۔ په كومه لاره چې 74 كاله مخكښې تلل پكار وو په هغې مو اوس تلل پېل كړې دي۔ ده ووئيل چې د سوشل مېډيا له امله چېلنجونه زيات شوي دي، ماشومانو سره موبائل فون دي، مونږ دوي معلوماتو ته د رسنې څخه نه شو منع كولې خو د دوي تربيه كولې شو. مونږ ته خپل بچي د نېكې او بدې د لارې نه خبرول دي، ماشومان د خپل كلتور نه خبرولو لپاره به كارټون سېريز پېل كولې شي. په ځوانانو كښې د جنسي جرائمو زياتېدل خطرناك دي، په برتانيه كښې د غېر اخلاقي فلمونو او فحاشې زياتېدو په كورني نظام آغېز وشو، مونږ ته خپل د كورنې نظام ښه كولو سره د دې تحفظ كول دي. ده ووئيل چې 25 كاله وړاندې زمونږ د ګوند نصب العېن د اسلامي فلاحي رياست قيام و. د انصاف يو ډول معيار خپلولو نه بغېر كومه هم ټولنه پرمختګ نه شي كولې. تر څو چې ژوندې يم په هېواد كښې به د انصاف او قانون بالادستې لپاره جنګ كوم. ده ووئيل چې د قومي رحمة للعالمين اتهارټۍ چيئرمېن به ډېر تجربه لرونكې، ماهر او اعلٰی تعليم يافته وي. د اتهارټۍ مقصد ځوانان د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم د سيرت طيبه څخه خبرول دي. دا اتهارټي به په بهرنيو هېوادونو كښې هم روابط جوړوي. ده ووئيل چې په سكولونو كښې د 8م نه تر 10م ټولګي د سيرت النبي نصاب شامل كړے شوے. د سكالرانو د لارې به د دې څارنه كولې شي، د سيرت النبي په اړه به د مذهبي سكالرانو د لارې خبرتيا پېدا كولې شي، په ټيلي ويژن په پروګرامونه كولې شي. د دې اتهارټۍ له مخې به نړيوال سېل وي چې د لارې به ئې په نړيواله كچه د اسلاموفوبيا په ضد اقدامات كولې شي. ده ووئيل چې ځوانانو ته د رحمة للعالمين سكالرشپس وركوو، دا سكالرشپس په مېرټ قابل او اهل ځوانانو ته وركولې شي. ده ووئيل چې حكومت به د سيرت النبي په اړه خبرتيا پېدا كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كوي. دا ځوانان به دا هېواد عظيم جوړوي.
د حضرت محمد صلی الله عليه وآله وسلم اسوه حسنه زمونږ لپاره مثالي نمونه ده٬ مونږ او زمونږ ځوانانو له به په دې عمل كوي٬ په اسلامي اقدارو د عملدرآمد نه غېر ټولنه پرمختګ نه شي كولې. د وزيراعظم عمران خان رحمت للعالمين كنفرنس ته خطاب
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز