اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اېم اورنګزېب وئيلي ??ي چې معاشي استحكام ترلاسه كولو ل?? په ټېكس نظام كښې د اصلاحاتو عمل روان دے ٬ محاصل زياتول د حكومت لومړۍ ترجيح ده او د ټېكس شرح د جی ډی پی تر 13 فیصده ته د رسولو هدف ټاكلے شوے دے كوم چې دا مهال د جي ډي پي 9 څخه تر 10 فيصده ترمينځه دے۔ د زيارت په ورځ د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ٬ د خزانې وزير مملكت پروېز ملك او د اېف بي آر چيئرمېن ارشد محمود لنګړیال سر?? په ګډه خبري كنفرس ته خطاب كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اېم اورنګزېب ووئيل د اېف بی آر د ډیجیټائزېشن د لارې ټېكس نېټ پراخا كولو ل?? په يوه بشپړه اقتصادي اصلاحاتي ايجنډا عملدرآمد څخه وروستو ترلاسه شوې پېشرفت او پورته كړې شوي ګامونه اولس ته وړاندې كوؤ په كومو كښې چې نزدې 190,000 وګړي په ګوته كړې شوي دي كوم چې د 60 اربه روپو په ټېكس غلا كښې ككړ دي۔ 5,000 څخه د 6,000 وګړو د فيلډ اسټاف د لارې تصديق شوے كومو څخه چې د 7 اربه روپو ټېكس ترلاسه شوے۔ وفاقي وزير ووئيل موجوده حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره قامي معيشت د تلپاتي پرمختګ او نمو په لاره روانولو له ساختي اصلاحات معارفي كړل او په دې كښې ټېكس اصلاحات تر ټولو وړاندې دي۔ ده ??وئيل د اېف بی آر د ډیجیټائزېشن په ډیزائن کار مارچ 2024 كښې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پېل شو۔ ده ??وئيل د ډیجیټلائزېشن د لارې به بشري لاس وهنه كمولې شي دغسې چې د كرپشن شكايتونه كم كړې شي۔ د خزانې وزير مملكت علی پرویز ملک ووئيل د مالي ??سارې كنټرول كولو له د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ګورننس معيار ښه كړے شو له دې كبله ګرانۍ كښې شپږ نيم كاله موده كښې تاريخي كمې رامخې ته شوې دې۔ د اېف بي آر چيئرمېن راشد لنګړیال ووئيل چې د ټېكسونو مجموعي خلا 7 زره اربه روپۍ څخه زياته ده٬ د ادارې په استعداد كښې اضافه كولې شي٬ 27 لكه وګړي ټېكس ګوشوارې نه جمع كوي۔ ده ??وئيل په ټېكس نظام كښې نوې ټولز معارفي كوؤ۔ ده ??وئيل مونږ يو لك 90 زره كسانو ته نوتس جاري كړے دے۔ دې څخه وروستو 38 زره كسانو ريټرن فائل كړي دي۔ ده ??وئيل په ټېكس وصولۍ زمونږ فوكس په ټاپ 5 دے۔
معاشي استحكام ترلاسه كولو له په ټيكس نظام كښې د اصلاحاتو عمل روان دے ٬ محاصل زياتول د حكومت لومړۍ ترجيح ده ٬ د ټيكس شرح د جی ډی پی تر 13 فیصده كولو هدف ټاكلے شوے دے٬ د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ