برسلز 22 مارچ (اے پي پي) خارجه وزير اسحاق ډار د جوهري توان اولنۍ سرمشريزهې غونډې په موقع برسلز كښې د چين نائب وزيراعظم ژانګ ګوچنګ سره ملاقات كړې۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې خارجه وزير اسحاق ډار او د چين نائب وزيراعظم ژانګ ګوچنګ د پاكستان-چين آل ويدر سټريټجك كوآپريټو پارټنرشپ او قوي ملګرتيا د مثالي او ځانګړې اړيكو په توګه وستائله۔ دوي سول نيوكليئر ټېكنالوجۍ كښې د پاكستان او چين ترمينځه د مرستې په اهميت اتفاق وكړو۔ په ملاقات كښې خارجه وزير اسحاق ډار د ون چائنا پالېسۍ لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلې وكړو۔په دې موقع د چين نائب وزيراعظم دا خبره تكرار كړه چې چين به د پاكستان مالي صورتحال مستحكم كولو كښې مرسته كوي۔ده د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې(سي پېك)اپ ګريډ كولو٬صنعت٬كان كنۍ او د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پشمول بېلو څانګو كښې مرسته لا قوي كولو كښې خوښي ښكاره كړه
د خارجه وزير اسحاق ډار برسلز كښې د چين نائب وزيراعظم ژانګ ګوچنګ سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری