اسلام آباد 12ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي جمهوريت ښه نظام حکومت دے او دا د ميرمنو د شموليت نه غير نېمګړے دے۔د ګل په ورځ پارليمنټ كښې د ميرمنو پارلماني غړو ګروپ ويمن کاکس د سيورې لاندې ميرمنو ته د پېښو چيلنجونو په اړه سيمينار ته وينا كښې ده ووئيل نن مونږ د ميرمنو نړيواله ورځ په جمهوريت كښې لمانځو او دا نظام په نړيواله توګه ښه نظام حکومت ګڼلے كېږي او د ميرمنو د شموليت نه غير نامکمل دے۔ده ووئيل د اولس عزت جمهوري نظام كښې دے ۔حکومت چلولو له چې څومره هم نظامونه شته په هغې كښې جمهوريت ښه نظام دے۔ ده ووئېل د جمهوريت باياد په پاکستان كښې ذوالفقار علي بھټو اېښودے او دې نه پس پاکستاني اولس كښې جمهوري شعور بيدار شوے ۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل نن په پاکستان كښې هر يو كس د ګرانۍ له امله ځپلے شوے۔په ټوله نړۍ كښې ګراني ده خو مونږ خپلې هغه طبقې له د كوم چې تنخاګاني كمي دي د هغوې دفاع نه شو كولې۔اوسني سيلاب له امله چرته چې لويه تباهي شوې هلته كروندګر هم ځپلې شوي ۔ ده ووئېل کلائميټ چينج په مسئلو كښې د پاكستان برخه ډيره كمه ده۔نړيوال ماحوليات خرابولو كښې زمونږ نه بلكه د لويو پرمختلليو هېوادونو برخه ده۔نن چې مونږ د كوم آفت سره مخ يو په هغې كښې بايد نړيواله ورورولي زمونږ مرسته وكړي،ده ووئېل مونږ په ډير لږ وخت كښې د لويو تكليفونو سره مخ شوې يو او هېواد به د يووالي د لارې دې مسئلو څخه ويستلے شي
جمهوريت ښه نظام حکومت دے او دا د ميرمنو د شموليت نه غير نېمګړے دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف سيمينار ته وينا
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا