اسلام آباد۔6جنوری(اے پی پی) الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا بلدياتي ټاكنو په اولني پړاؤ کښې د 2382 ويلېج کونسل، نېبر کونسل او تحصيل کونسل کامياب شويو كانديدانو حتمي او رسمي نتيجې په خپل وېب پاڼه جارې كړې دي٬ په 12 ضلعو كښې به په 213 پولنګ سټېشنونو يو وارې بيا پولنګ كېږي۔ د الېکشن کمېشن لخوا د جاري كړې شويو تفصيلاتو لمخې د خېبر پختونخوا د بلدیاتی ټاكنو اولني پړاؤ د ټولو كونسلونو حتمي نتيجې په وېب پاڼه جاري كړې شوي دي۔ د 2 زره 382 وېلېج و نېبر کونسلز او تحصیل بشپړه نتيجې جاري كړې شوې او په 12 ضلعو كښې به په 213 پولنګ سټېشنونو يو وارې بيا پولنګ كېږي چې اعلان به ئې وروستو كولې شي۔ په كومو ضلعو كښې چې د كوم كانديد د وفات كېدو د لاسه ټاكنې نه دي شوې دغلته به پولنګ په 13 فرورۍ كولې شي۔ د الېكشن كمېشن لمخې په پېښور سټي، پشته خره، نوشهره، جهانګيري، باړه، لنډي کوتل، اپر مهمند، دره آدم خيل، لاچي، تخت نصرت، بانډه داوود شاه، کرک، ډومیل، بکا خېل، لکی مروت، غزني خيل، سرائے نورنګ ٬ کدو خېل ، څار او نواګۍ كښې به بيا پولنګ كېږي۔ بلخوا بډھ بېر او متھرا كښې د الېكشن كمېشن په امر نتيجې اودرولې شوي دي۔ په ككۍ كښې به يو وارې بيا شمېره كېږي او ډېرا اسماعيل خان كښی د كانديد د حق رسېدو په سبب ټاكنې ځنډولې شوې وې۔ په بنو کښې د امتناعي حكم له امله نتيجې نه دي جاري كړې شوې
الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا د 2382 ويلېج کونسل، نېبر کونسل او تحصيل کونسل کامياب كانديدانو حتمي او رسمي نتيجې جارې كړې
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ