اسلام آباد ۔30مئی (اے پی پی) د تعليم او پیشه وارانه تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې په چين كښې د پاكستاني زده كونكو د مسئلو حل زمونږ وړومبې ترجيح ده۔ د رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې د خارجه وزارت٬لوړو زده كړو كميسون٬ايوي اېشن ډويژن او د وفاقي تعليم او پېشه وارانه تربيې وزارت د چينائي سفارتخانې كلتوري قونصلر سره غونډې شوې دي دغسې چې په چين كښې پاكستاني زده كونكي چين ته بيا تلل پېل شي۔ په چين كښې د پاكستاني زده كونكو مسئلو حل كولو د دې هڅو په تسلسل كښې 13 مئي 2022 كښې د تعليم او پېشه وارانه تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې پريكړه شوې د پاكستان زده كونكو چين ته د بېرته تللو عمل ډېر زر پېل شي۔په دې لړ كښې د لوړو زده كړو كميسون لخوا د 161 زده كونكو فهرست وركړی شوې دې٬دا زده كونكي به د وړومبي پرواز د لارې چين ته بېرته لاړ شي دغسې چې هغوي په چين كښې د خپل تعليم لړۍ جاري وساتي۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن هدايت وكرو په چين كښې د پاكستاني زده كونكو بېرته تګ باوري كولو لپاره دې د خاص چارټرډ فلائټ انتظام وكړې شي۔ خارجه وزارت ته هدايت شوې پاكستاني زده كونكو ته د ويزو په اجرا كښې آسانۍ لپاره آسانۍ وركړی شي۔د چين سفارتخانې كلتور قونصلر مسټر ړانګ هيچنګ وئېلي دي چې 96 ويزې جاري كړې شوي او د دې عزم هم پخلې شوې چې په اسلام آباد كښې د چين سفارتخانه به د چين لپاره د چارټرډ فلائټ لپاره د چين حكومت لخوا اجازه وركولو كښې مرسته كوي۔وفاقي وزير په مرسته د چين حكومت مننه هم وكړه او پاكستان او چين ئې كلك وروڼه وګرځول۔ ده ووئيل چې دا ډول كلتوري تبادلو څخه به دوه اړخيزه اړيكو او تجارت كښې اضافه وشي
په چين كښې د پاكستاني زده كونكو د مسئلو حل زمونږ وړومبې ترجيح ده۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا