اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي)صدر ډاکټر عارف علوي په صوبائي واكمنو زور رواړے چې ھغوي د بلدياتي حکومتونو پحقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي، بلدياتي نظام سره جمهوريت ثوي كېږي او د اسلاماصولو تر مخهد اولس په لاندې كچه خېر ښګړې له مرسته ترلاسه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه صدر د شورو په ورځ د ځائي حكومتونو پحقله قامي كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ ده ووئيل د دې كنفرنس په مهال د ځائي حكومتونو پحقلهد اتفاق راپېدا كولو هڅې شوي، د پاكستان په آئين كښې هم څو ځله د ځائي حکومتونو ذكر شوے۔ ده ووئيل رياست د موثره بلدياتي نظام ذمه وار دے او د دې ډاډګيرنه كوي خو اوس دا صوبائي معامله ده او صوبو له په دې لړ كښې اقدامات كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د اختيارات وېش د جمهوريت ښكلا ده٬ په جمهوري حكومت كښې اختيارات لاندې كچې ته منتقل كېږي٬ د آمريت په دور كښې په بلدياتي نظام زيات انحصار كېږي۔ ده ووئيل د نړۍ زاړه تهذيبونه د دريابونو په غاړو موجود وو، داباسينپه تهذيب كښې د بلدياتي نظام آثارتر نظره كېږي ځكه چې په دغه دور كښې د سيوريج او اوبو مناسب انتظام ٶ۔ ده ووئيل د بلدياتي نظام پحقله په ماضي كښې ځينې كمزورۍ هم وې خو اوس په دې لړ كښې په آئين او قانون كښې پراختيا كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د نړۍ په هر هېواد كښې جمهوريت د نورو نه مختلف دے٬ دغسې يو بلدياتي نظام هم يو شان نه وي۔ ده ووئيل په ځائي كچه د خپل مېنځ شخړې د جرګو او پنچائيت د لارې حل كېږي۔ ده ووئيل د بلدياتي نظام پحقله د کنفرنس مشورو ته سياسي ملاتړ ترلاسه دے، مونږ له د ماضيتېروتنو او د نورو د ښه والي نه زده كړه پكار ده ٬ مونږ له د منصوبه بندۍ او عزم د لارې پخپل سوچ عمل پكار دے۔ ده ووئيل په اسلامي تاريخ كښې چې حضرت محمدﷺ كومو خلفائے راشدينو او اعليٰ چارواكو ته كومې ذمه وارۍ وركړې وې په ھغې كښې يوه ذمه واري اولسي خدمت ٶ، د ھغوي اولس سره رابطه ساتل ضروري وه۔ ده ووئيل د اختيارات د وېش مقصد دا نه دے چې د چا اجاره داري جوړه شي او نه اړې ګړې راپېدا شي۔ په دې موقع صدرګډون كوٶنكو ته سندونه هم وركړ
صوبائي واكمن دې د بلدياتي حكومتونو پحقله خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي٬ بلدياتي نظام سره جمهوريت قوي كېږي۔ د صدرډاکټر عارف علوي د ځائي حكومتونو پحقله قامي كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت