اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي(د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي زمونږ مېرمنې د انټرپرينيورز ډېر صلاحيت لري ٬ لهذا دې ته وده وركولو ته حكومت پام لرنه كوي دغسې چې هغوي كاروبار ته پرمختګ وركولو سره تجارت او برآمدات كښې اضافه وكړي او د هېواد په معاشي پرمختګ كښې موثر كردار ادا كړي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د اسلام آباد په چيمبر يف كامرس ايندډ انډسټري كښې د مېرمنو انټرپرينيورز مصنوعاتي نندارتون پرانستې په مهال كړې۔ده د نندارتون څارنه وكړه او د مېرمنو د لاس جوړو كړو مصنوعاتو كښې ئې خوښۍ ولرله۔ده په ښه مصنوعات جوړولو د مېرمنو انټرپرينيورز هڅې وستائلې او باور يې وركړو چې حكومت به د هغوي پرمختګ او د نورو ستنزو لرې كولو لپاره كار كوي۔په دې مهال د بېلجئيم سفير فلپ برونچين٬د سري لنكا هائي كمشنر وائس اېډمر موهن وجيو كرما او د هغه كور ودانې٬د انډونېزيا سفير اېډم اېم ټيوګيو او د هغه كور ودانې او د پنجاب اسمبلۍ غړې محترمه سيمابيه طاهر هم د نندارتون دوره وكړه او د مېرمنو د لاسو جوړو منصوعاتو كښې ئې خوښۍ څرګنده كړه
د مېرمنو انټرپرينيور ته وده وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔عبدالرزاق داؤد
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria