اسلام آباد۔ 9 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د انصاف او فلاحي رياست سره سره خود داري د قومونو پرمختګ لپاره ضروري وي٬ كه لويې څښتن ته منظور وي هېواد مو په دې لاره روان كړې ??ې په كومه تللو سره چې به مونږ يو عظيم قوم جوړ شؤ٬ د كېنسر ??رم??نو له په كر??چۍ كښې د نړيوال معيار يو روغتون جوړولې شي٬ پاكستانې قوم پراخا زړه لرونكې ځانګړې قوم دې٬ قوم د شوكت خانم روغتون په جوړولو او ددې په چلولو كښې زما مرسته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده شوکت خانم کېنسر روغتون لپاره د فنډ رېزنګ دستورې ته خطاب كښی وكړه۔ ده ووئيل كر??چۍ كښې مو د شوکت خانم مېموریل کېنسر روغتون جوړولو پرېكړه كړې په كوم چې كار روان دې۔ ده ووئيل د شوكت خانم روغتون د جوړولو خيال ماته هغه وخت راغلو كله چې په پاكستان كښې د ??رم??نو نشتوالي د لاسه ما خپله مور ??رم??نو لپاره بهر هېواد ته ورسوله۔ ده ووئيل د كركټ د لارې د شهرت لرلو باوجود زه ستونزو سره مخ پاتې شوم۔ وزيراعظم ووئيل دغې ماته يو احساس راكړو او ما پاكستان كښې د كېنسر روغتون په جوړولو كار پېل كړو۔ د لويې څښتن په فضل يو لويې روغتون جوړ شو چرته چې د 75 فيصده خلكو ??رم??نې وېړيا كېږي۔ ده ووئيل پاكستانې قوم پراخا زړه لرونكې ځانګړې قوم دې٬ قوم د شوكت خانم روغتون په جوړولو او ددې په چلولو كښې يۍ زما مرسته كړې۔ ده ووئيل فلاحي رياست جوړولو او كمزورې طبقو ته آسانۍ وركول د رياست ذمه واري ده۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې ده چې پاکستانې قوم د شوكت خانم روغتون لپاره تر دې دمه د 63 اربه روپو عطيې راكړې ??ي او دا يوه معجزه ده چې روغتون دا عطيې د رنځورانو په ??رم??نو مصرف كړې ??ي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان په شمول په ګرد هېواد كښې د هېلتھ انشورنس معارفي كولو پرېكړه وكړه چې له مخې ئې د صحت كارډ د لارې تر 10 لكه روپو د ??رم??نو آساني وركړې ??وې ده۔ وزیراعظم ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته ډاكټرانو اېسوسي اېشن هم پاكستان كښې د ??رم??نو آسانۍ ښه كولو له د خپل اړخه د مرستې باور وركړې ??ې۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د مدينې په څير د رياست جوړولو خبره كوؤ ولې چې نبي كريم (ص) په مدينه كښې د كوم رياست بنياد كېښودو دغې رياست د بې وزله طبقو ذمه واري پورته كړه او تر ټولو وړومبې ئې د دې طبقو د خېر ښېګړې ??نتظام وكړو او په دې كښې د لويې څښتن لخوا مرسته هم شامله شوه۔ ده ووئيل پاك پروردګار د عالمينو رب دے او نبي علېه السلام د عالمينو لپاره رحمت رالېږلې شوې دې۔ ده ووئيل په نړۍ كښې چې څومره فلاحي ټولنې دي د هغې نظام كه وكتلې شي نو معلومه به شي چې د فلاحي رياست مقصد څه وي ولې چې دغلته خلك خوشحاله وي۔ هغه ووئيل د دې هېواد بنياد په كلمه طيبه اېښودلې شوې دې كوم لپاره چې د انصاف او فلاحي رياست سره سره خودداري هم ضروري وي چې ورسره قومونه مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل مونږ په دې لاره روان شوې يؤ او د لويې څښتن په مرسته به مونږ دا هېواد او قوم څوكاله او عظيم قوم جوړ كړو۔
د انصاف او فلاحي رياست سره سره خود داري د قومونو پرمختګ لپاره ضروري وي٬ هېواد مو په دې لاره روان كړې دې٬ د وزيراعظم عمران خان د فنډ رېزنګ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados