ملتان 05 جون (اے پي پي) د نشه ائ توكو مخنيوي وفاقي وزير نوابزادہ شاہ زين بګټي وئيلي دي چې د نشه ائ توكو مخنيوي فورس د افرادي قوت کمي سره مخ دې،دا مهال جنوبي پنجاب په 11ضلعو كښې د اے اين اېف سره 50 ملازمان دي او مونږ په دې 50 كسانو د ټول جنوبي پنجاب معاملات ګورو۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د اينټي نارکوټکس تھاڼې دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د 50 كسانو عملے سره اے اين اېف عدالتونه، تھاڼې ،هوائي ميدانونه ٬ سړكونه او نورې چاري ګوري۔ده ووئيل د افرادي قوت کمي باوجود د اے اين اېف کارکردګي ښه ده۔ شاہ زين بګټي ووئيل مونږ به وزيراعظم شهباز شريف ته دا تجويز وړاندې كوو چې په اے اين اېف كښې نور 10 زره كسان بھرتي کړې شي دغسې چې د دې ادارے کارکردګي متاثره نه شي بلکه نوره ښه شي۔
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے