اسلام آباد 29 اپریل (اے پی پی) پاکستان د افغانستان په مزار شریف ښار كښې د ترهه ګرۍ بريد غندنه كړې ده كوم كښې چې قیمتی انسانی زيان شوې او ګڼ كسان ژوبل شوې دي۔ د جمعې په ورځ خارجه دفتر په يو بيان كښې وئيلي چې د پاکستان حکومت او اولس د افغانستان اولس او په خاص توګه غمجنو كورنيو سره د يووالي او حمایت څرګندونه كوي۔ده ووئيل په بې ګناه افغانانو د ترهه ګرۍ بريد كولو مقصد امن، استحکام او پرمختګ لپاره د افغانانو عزم کمزورې كول دي۔ وياند ووئيل ترهه ګرۍ دې ډول کارروائیو د لارې په افغانستان كښې هزارہ او شیعه ورورولي په نښه كول د تشوېش وړ خبره ده۔ ده ووئيل مونږ د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه كوو چې د ترهه ګرۍ مخنيوي او په چیلنجونو قابو موندلو لپاره افغانستان هر ممکن مرسته باوري كړي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea