اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي هيله ده چې تحريك عدم اعتماد به ناكامۍ سره مخ شي ٬ وزيراعظم يو شمېر كارډز لري۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم ھاؤس څخه بهر ميډيا سره خپلوخبرو كښې ده ووئيل د روانې مياشتې په 25 مه نېټه به د قومي اسمبلۍ غونډه وشي ، د روايت له مخې چې كوم كسان په حق رسېدلي دي د هغوي روحونو ته ثواب رسولو له به دعا وكړې شي۔ د مارچ 30 مې نېټې نه د اپرېل تر 1 مې نېتې سپيكر چې كومه ورځ هم غواړي ووټنګ لپاره به مقرر كړي٬ په 27 مارچ كېدونكې اولسي غونډه كښې به دا خبره په ډاګه شي چې اولس چا سره ولاړ دې۔ ده ووئيل اپوزشين كه په ځان باور لري نو مونږ هم په ځان باور لرؤ۔ ده ووئيل هيله ده چې تحريك عدم اعتماد به ناكامۍ سره مخ شي۔ داخله وزير ووئيل تر دې دمه وزيراعظم يو شمېر كارډز لري ٬ هيله ده چې اتحاديان به د عمران خان ملګرتيا وكړي
هيله ده چې تحريك عدم اعتماد به ناكامه شي٬ وزيراعظم يو شمېر كارډز لري٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria