نيويارك 09ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي چې ملګري ملتونه دې د مقبوضه كشمير د سنګين صورتحال مخ ني??ي لپاره د بيان بازې په ځائ عملي اقدام وكړي٬ په قراداد دې عمل وكړې شي٬ دا صورتحال كوم لوي بحران پېدا كولې شي٬ مونږ هېڅ جنګ نه غواړو٬ پاكستان يو ذمه وار هېواد دے۔ د امريكې كنسورشيم ني??ز ټي وي سره په يوه مركه كښې هغې د مقبوضه كشمير په سنګين صورتحال خبرې و??ړې چرته چې خلق د يوې مياشتې نه د هندي پوځ د ظالمانه محاصرې له امله ستونزو سره مخ دي۔ مليحه لودهي د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته ووئيل چې هغ?? دې سوئيلي اسيا د لوي بحران نه بچ كولو لپاره اقدامات وكړي۔ هغې و??ئيل چې په مقبوضه كشمير كښې چې څه وشول هغ?? په يقيني توګه هيو فلېش پوائنټ دے۔ پاكستانې سفيرې و??ئيل چې د الفاظو نه بلكې د عملي كار ضرورت دے۔ هغې و??ئيل چې د پاكستان او هند تاؤ تريخوالي د وړاندې ??ه لوړې كچې ته رسېدلې او دا صورتحال كوم لوي بحران پېدا كولې شي۔ هغې و??ئيل چې هند پاكستان سره د مذاكراتو نه انكار كوي٬ د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر لخوا ئې د ثالثې وړاندېز رد كړے او د بشري حقونو احترام نه كوي۔ د پاكستان او هند ترمېنځه د اټومي جنګ د امكان د پوښتنې په ځواب كښې هغې و??ئيل چې پاكستان كوم جنګ نه غواړي٬ پاكستان يو ذمه وار هېوا دے ځكه مونږ نړۍ ته وايو چې د كوم لوي بحران نه وړاندې راشي۔ د مقبوضه كشمير په اړه د پاك پوځ د بيان په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغې و??ئيل چې د دې بيان مقصد د مقبوضه كشمير خلقو ته دا پېغام وركول دي چې دوي يوازې نه دي٬ مونږ په هر حال كښې دوي سره يو او د دوي تحفظ به كوو٬ مونږ دوي لپاره د نړۍ په هر فورم په سياسي او سفارتي كچه آواز پورته كوو۔
په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي مركه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشگوئی