پېنډي 28 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د شر خوښو عناصرو لخوا د اوسنيو ترهګرۍ پېښو په تناظر كښې ځوانانو ته د چمتو پاتې كېدو سپارښتنې كولو سره وئيلي دي د اكتوبر په 27مه نيټه د كشمير تورې ورځې په مهال دښمن يو ځل بيا خپل تور تاريخ او ناوړه عزائمو ته وده وركولو له د مدرسې كوچنيان په وينو لامبولي، تر ھغه وخت به په قلاره نه كېښنو تر څو چې مونږ ترهګر او د ھغوي سهولت كار خپل انجام ته ونه رسوٶ، پرون هم ټول قام د ترهګرو بيانيه مسترد كولو سره د بې مثاله يوالي څرګندونه كړې وه او نن هم مونږ د ھغې جذبې له مخې يو موټې يو، زمونږ غم پرون هم مشترك ٶ او زمونږ دښمن پرون هم ھغه ٶ او نن هم ھغه دے ” پرون هم ټول قام دښمن مسترد كړے او د ترهګرو نظريې له ئې ماتې وركړې ۔ ده دا خبرې د برا دير مالاكنډ دويژن دورې او مدرسې چاٶدنې ژوبل كوچنيانو عيادت لپاره د روغتون دورې په مهال خپلو خبر كښې كړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوہ د بره مالاكنډ ډويژن دوره كړې۔ په دې موقع د پېښور كور كمانډر ليفټيننټ جنرل نعمان محمود د سر لښكر هركلے وكړو۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر ته په استحکام آپرېشنز او بارډر مېنجمنټ بريفنګ وركړے شو۔ جنرل قمر جاوېد باجوہ غره ايزه او د سختو لارو سيمه كښې د بارډر فېنسنګ ټروپس د كاركردګۍ ستائنه كولو سره ووئيل د پولو حفاظت او بارډر مينجمنټ سسټم د پاکستان امن له د عزم حقيقي عکاسي ده۔ سرلښكر ځوانانو ته په سيمه كښې امن لپاره په شوو هلو ځلو پېرزوئنې وړاندې كړې۔ سرلښكر د پېښور په لېډي ريډنګ روغتون كښې په مدرسه كښې د چاٶدنې په نتيجه كښې د ژوبل شوو كوچنيانو او نورو كسانو عيادت هم وكړو او د دوي د صحت په اړه ئې معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع جنرل قمر جاوېد باجوہ ووئيل د دستمبر په 16مه نيټه كال 2014 كښې د اے پي اېس پېښور بې ګناه كوچنيان په نښه كړې شوي٬ په 27م اکتوبر د كشمير تورې ورځې په موقع دښمن يو ځل بيا خپل تور تاريخ او ناوړه عزائمو ته وده وركولو سره د مدرسې بې ګناه كوچنيان په وينو لامبولي چې پكښې د افغان كډوالو كوچنيان په لويه شمېره شامل وو۔ ده ووئيل نن هم مونږ يو موټې يو او په ګډه به د هغوي مقابله كوٶ، زه د يوالي او عزم څرګندنې لپاره په خاص توګه د مدرسې د دې كوچنيانو٬ استاذانو او كورنۍ په غم كښې شريكېدو لپاره راغلے يم۔ جنرل قمر جاوېد باجوہ ووئېل افغانستان او پاکستان په تېرو دوو لسيزو كښې د ترهګرۍ مقابله كړې ٬ پاكستان خپلو افغان كډوالو وروڼو لپاره د زړه دروازې پرانستې ساتلي۔ده ووئېل مونږ تل د افغان وروڼو په غم ښادۍ كښې شريك يو٬ د افغانستان او پاکستان امن يو بل سره تړلے دے ۔ده ووئيل ترهګر كوم مذهب نه لري د ھغوي نظريه دهشت خپرول او په معاشره كښې د ېرې فضا پېدا كول دي۔ ده وئېل په مدرسه بريد په اصل كښې اسلام دښمني ده٬ ، مدرسه، منبر، جوماتونه ، امام باړې،كليسا ، درمسال، تعليمي ادارې او د قانون نافذ كوونكو ادارو سره سره بې ګناه وګړي د هغوي هدف وي۔ جنرال قمر جاويد باجوہ ووئيل پاك-افغان بارډر فينس د امن تار دے، دا يوازې د ترهګرو د پولو دواړو آړخو ته د غېر قانوني نقل و حركت بندولو لپاره جوړ كړے شوے ۔ده ووئېل پاکستان او افغانستان په موجوده حالاتو كښې د هر ډول اړي ګړي متحمل كېدې نشي ځكه چې د دې نتيجې به خطرناكې وي۔ده ووئېل يوالے او اتحاد د وخت ضرورت دے٬ مونږ راتلونكي كول لپاره يو محفوظ٬ مستحكم او سوكاله پاكستان وركولو لپاره هلې ځلې كوٶ
تر ھغه وخت به په قلار نه كېښنو تر څو چې ترهګر او د ھغوي سهولت كار خپل انجام ته ونه رسوٶ۔ جنرال قمر جاوېد باجوہ
مضمون کا ماخذ : فا فا فا ۔