مجهوئي (آزاد کشمیر) 12 اګست (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي د برېښنا ټولې منصوبې په وخت بشپړولو له لوظي يو دغسې چې هېواد د لوډشېډنګ څخه خلاص كړې شي او صنعتي پېداوار وده وكړي٬ په نيلم جهلم پروژه دې كار لا تند كړې شي او په روزګار كښې دې ځائي خلقو ته پام لرنه وكړې شي ٬په دې موقع د خزانې وزير اسحاق ډار، د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير پروېز رشید هم وزيراعظم ??ره ملګري وو۔ په دې موقع د منصوبې پېشرفت پحقله ده بريفنګ كښې ووئيل شول 82 فيصده كار ترسره شوې او د منصوبې په وخت ترسره كېدو له هڅې روانې دي۔ وزیراعظم په ذاتي توګه د نیلم جهلم هائېډرو پاور پراجیکټ څارنه كوي٬ د نیلم جهلم هائېډرو پاور پراجېكټ 82 فيصد كار ترسره شوې٬ 969 مېګاٶاټ ارزانه برېښنا به ترلاسه شي٬ د ټنل كار بشپړېدونكے دے ٬د سټيل لائننګ نيم كار بشپړ او د انفراسټركچر او سپل وېز كار سل فيصده ترسره شوې٬ برفينګ كښې ووئېل شول په تهرمل پاور به انحصار كم شي۔ د منصوبې له مخې د م??فر ??باد نه 41 كلوميټره اپ سټريم نو سېري سيمه كښې د ټنل د لارې د نيلم درياب اوبو اړولو سره چهتر كلاس سيمه كښې به پاور هاٶس جوړولې شي چې له مخې به ئې 969 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه شي۔دا منصوبه په كال 2008 كښې پېل كړې شوې ده او د كال 2017 په نيمائۍ كښې به بشپړولې شي ۔په دې منصوبه د چين ګي ژوبه كمپني كار كوي۔ د آزاد کشمیر وزیراعظم ??اجه فاروق حېدراو د وزیراعظم ?? سياسي چارو خاص مرستيال ډ??کټ?? آصف کرماني هم په دې موقع موجود وو۔
د برېښنا ټولې منصوبې په وخت بشپړولو له لوظي يو. وزیراعظم محمد نواز شریف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ