اسلام آباد 18 اپریل (اے پي پي) د وزيراعظم د قومي تاريخ او ادبي ورثې سلاكار عرفان صديقي وئيلي دي چې حكومت په قومي چارو كښې د مشاروت په مثبت روايت عمل كوي٬ تجاران او صنعتكاران د هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې مهم كردار تر??ره كوي٬ علم او ادب او د كتاب وده صدقه جاريه ده٬ كاروباري خلق او تجاران دې د خېر په دې كار خپرولو كښې مرسته وكړي٬ د مزار قائد په احاطه كښې مني پاكستان پروژې لپاره ابتدائي فنډ ترلاسه شوے٬ ډېر زر به عملي شي۔ ده دا خبرې په صنعت او تجارت د وفاقي اېوان پلاوي ??ره په خبرو كښې وكړې كوم چې د صدر زبېر فريد طفېل په مشرۍ كښې د وزيراعظم سلاكار ??ره ملاقات وكړو۔ عرفان صديقي د اېف پي سي سي آئي پلاوي ته د قائد د مزار د دورې كولو بلنه وركړه او وې وئيل چې علم او ادب او د كتاب وده يوه صدقه جاريه ده۔ ده ووئيل چې كاروباري خلق او تجاران دې د خېر په دې كار خپرولو كښې مرسته وكړي۔ ده ووئيل چې د مزار قائد په احاطه كښې مني پاكستان پروژې لپاره ابتدائي فنډ ترلاسه شوے٬ ډېر زر به عملي شي٬ په دې كښې به د ټول پاكستان رنګ په نظر راځي۔ ده پلاوې د كتابونو د قومي مېلې نه خبر كړو كومه به چې د نېشنل بك فاؤنډېشن ترسېوري لاندې د اپرېل د 22مې نېټې نه تر 24مه نېټه جاري وي۔ په دې كښې بېلا بېل پروګرامونه ترتيب شوي دي چې دغسې د كتاب دوستۍ ك??تور عام شي۔ پلاوي دا اقدامات وستائيل او په دې لړ كښې ئې د هر ډول مرستې باور وركړو
حكومت په قومي چارو كښې د مشاروت په مثبت روايت عمل كوي٬ تجاران او صنعتكاران د هېواد په پرمختګ او خوشحالۍ كښې مهم كردار ترسره كوي
مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena