اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې حكومت د قانون په سرلوړې باور لري، بايد په مراعات لرونكې طبقه او عام وګړي د قانون اطلاق يو ډول وي. ده دا خبرې د انصاف لائرز فورم پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې كوم چې د نهې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات وكړو. په پلاوي كښې د پاكستان تحريك انصاف اېډيشنل سېكرټري جنرل عامر محمود كياني، د آئي ېل اېف چيئرمېن سېنېټر علي ظفر، نويد سهېل ملك، فياض احمد مهر، قېصر عباس شاه، عمېر نيازي، انيس هاشمي او نيها وسيم شامل وو. د ملاقات په مهال د انصاف لائرز فورم په چارو خبرې وشوې.
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی