اسلام آباد 31 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی چارو وفاقی وزیرحماد اظهر وئيلي دي د کرونا وباء په ضد جنګ كښې وفاق او صوبې يو دي، ټولې چارې د مشاورت سره ترسره كيږي، هيواد كښې د ضروري څيزونو ترسيل به باوري كو??ې شي، اقتصادی پیکج په نتيجه كښې به وګړو ا?? صنعتونو له ريليف وركولې شي۔ د نهې په ورځ د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر اسد عمر او د وزیراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا سره شريك پریس بریفنګ كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خا?? د کرونا وائرس مخنيوي لپاره چې كو?? ریلیف پیکج اعلان کړې ؤ په هغې عمل درآمد پيل شوې ،تيره ورځ اقتصادی رابطه کميټۍ په خاص غونډه كښې د هغې منظوری وركړې شوي،دغه پیکج به د ټولنې کمزورو طبقو ا?? صنعتونو لپاره اهميت لري كو?? چې د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي۔ ده ووئيل د پیکج ترمخه به قرض او سود وركولو كښې د 6 مياشتو تاخیر آسانۍ وركولې شي، د مستحقینو شميره به يو كروړ 20 لکه ته رسولې شي كو??و له به چې د کفالت پروګرام او ضلعی انتظامیې په سفارش نغد امداد وركولې شي۔ ده ووئېل نغد امداد به تر 4 مياشتو لپاره وركولې شي۔ده ووئيل د پیکج ترمخه د صنعتی څانګې د ورځې خوارې كښو لپاره د نغدې مالي مرستې په لړ كښې 200 اربه روپۍ اېښودې شوي،کیش مرسته به د ورځې په بنياد اجرت لرونكو هغه خوارې كښو له وركولې شي كو?? چې د كرونا وائرس له امله بې روزګاره شوي۔ ده ووئيل د ټولنې کمزور او لږ آمدن لرونكو طبقو له به د خوراك څښاك څيزونه په رعایتی بيعه وركولې شي او په دې لړ كښې د یوټیلیټی سټورز کارپوریشن لپاره پیکج كښې 50 اربه اېښودې شوي۔ حماد اظهر ووئيل د درې سوه يونټ څخه كمه برېښنا استعمالونكې صارفین، كو?? چې د مجموعي صارفینو 70 فیصده دي ، بلونه به په درېو مياشتو كښې قسط وار ادا كو??۔ ده ووئيل پیکج كښې د كرونا وائرس په نتيجه كښې ځپلې شو?? صنعتونو له خاص ترغیبات او مراعات اعلان کړې شوي،چې پكښې سیلز ټیکس اوانکم ټیکس ری فنډز، ډیوټی ډرابیك، او کسټمز ډیوټیز په لړ كښې د 10 كالو راهسې زیرالتواء ادائیګۍ باوري كو??و لپاره فیډرل بورډ آف ریونیو لپاره 75 اربه روپۍ ، ګرانټ ټیکسټائل برآمدکنند ګان له ډیوټی ډرابیك په لړ كښې فنډز وركول او نور ترغیبات شامل دي۔ وفاقی وزیر ووئيل مونږ غواړو چې صنعت کار خپل ملازمان او په خاص ??وګ?? د ورځې په بنياد كار كو??كې خوارې كښو خيال اوساتي او هغوي د بې روزګارۍ ښكار نشي۔ ده ووئيل زمونږ هدف دے چې د لاك ډاون په وجه نه يواځې د پیداوار عمل روان وي بلكه د هغې ترسیل او وركول هم باوري كړې شي۔ حماد اظهر ووئيل د کرونا په ضد جنګ كښې مونږ يو موټې يو ٬ مونږ هڅه كو?? چې پیداواری عمل روان وي ا?? صنعتونه نه يواځې خا?? مال وركړي بلكه هلته هنرمندو او نور افرادی قوت ته رسول هم باوري كړي۔ ده ووئيل په هيواد كښې د غلې كمې نشته، حکومت په صورتحال نظر لري
د وفاقی وزیرحماد اظهر د وفاقی وزیر اسدعمر او خاص مرستيال ډاكټر ظفرمرزا سره شريك پرېس بریفنګ
مضمون کا ماخذ : como jogar lotomania