اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) اسلام آباد هائي كورټ كښې درې نوې ایډېشنل ججانو سوګند پورته كړې دې۔د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائي كورټ چیف جسټس اطهر من اللہ د نوې ججانو څخه سوګند واخست۔د ججانو د سوګند پورته كولو دستوره اسلام آباد هائي كورټ په لان كښې وشوه۔نوې ایډیشنل ججانو كښې بیرسټر سردار اعجاز اسحاق خان ، ارباب محمد طاهر او ثمن رفعت امتیاز شامل دي۔ د سوګند پورته كولو نه پس درې واړه ايډېشنل ججانو د کیسز سماعت پيل كړې دې۔دستوره كښې د ماتحت عدلیې ججانو او اسلام آباد هائیکورټ او ډسټرکټ بار ایسوسی ایشنز صدرانو او جنرل سیکریټریز ګډون وكړو۔
مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری