لاهور 30 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وف??قي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي بابا ګورو نانك د امن، دوستې او ورورولې درس وركړے، په ټوله نړۍ ??ښې د هغه عقيت مند موجود دي ، څوك چې د الله مخلوق سره مينه لري نو الله د هغوي سره مينه لري او داسې خلق تل ژوندي پاتې كېږي، د بابا ګورونانك پوهنتون څخه به د باباجي پېغام عام شي. ده دا خبرې د بابا ګورونانك د زېږون ?? 551مې ورځې مركزي دستورې ته په خپله وېنا ??ښې وكړې. وف??قي وزير ووئيل د كورونا وائرس په سخت صورتحال ??ښې دستورې كولو لپاره د وف??قي او صوبائي حكومتونو او د متروكه وقف املاك بورډ اقدامات د ستائنې وړ دي. په دې موقع د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن ډاكټر عامر احمد ټول سكھ مذهب او قوم ته د بابا ګورونانك د زېږون ورځې مباركي وركړه. دستورې ته سكھ مشرانو هم وېنا و??ړه چې پ??ښې د هند څخه راغلي ياتري هم شامل وو كومو چې د پاكستان اقدامات وستائل. په دې موقع سكھ ياتريانو د پاكستان زنده باد او د سكھ مسلم دوستي زنده باد نعرې هم اووهلې. په اخر ??ښې د پالكي جلوس اوويستلے شو او مېلمنو ته د ګوروګهر ډالې وركړې شوې.
بابا ګورو نانك د امن، دوستې او ورورولې درس وركړے. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د بابا ګورونانك د زېږون د 551مې ورځې مركزي دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔