اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي)د قامي سلامتیا کمېتۍ د يو خپلواكه ، مستحکم او امن لرونكې افغانستان لپاره د پاکستان د عزم پخلي كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې افغانستان كښې د بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي ٬ دغسې وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د افغانستان په اړه روانو هڅو لپاره پاکستان كښې يو خصوصی سیل جوړ كړے شي۔د جمعې په ورځ د قامي سلامتیا کمېتۍ 34مه غونډه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د افغانستان په موجودہ صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د وفاقی کابینې اړوندو غړو ، سروسز چیفس او د انټیلیجنس ادارو مشرانو ګډون وكړو۔ وزیراعظم ته د سيمه ايزې سلامتیا په صورتحال او په خاص توګه په افغانستان كښې د پیشرفت او د هغې په پاکستان د ممکنه اثراتو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ د قامی سلامتیا کمېتۍ د يو خپلواكه ، امن لرونكې او مستحکم افغانستان لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ د كمېټۍ ګډون كوونكو په افغانستان كښې په ناوړه انسانی صورتحال د تشویش څرګندونه كولو سره ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې نړيواله ورورولي د بشري بحران مخنيوي لپاره مرسته وكړي۔د غوندې په مهال د افغانستان عبوری حکومت سره د تعمیري ، سیاسی او اقتصادي خبرو اترو په اړه د نړيوالو رابطو په اهميت رڼا واچولې شوه۔
د قامي سلامتیا کمېتۍ د اړخه د يو خپلواكه ، مستحکم او امن لرونكې افغانستان لباره د پاکستان د عزم پخلے، وزیراعظم د افغانستان په اړه روانو هڅو لپاره پاکستان كښې د خصوصی سیل جوړولو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ نمبر