اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي)خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئېلي دي چې افغانستان د منطقې مهم هېواد دې٬ د امن په خاطر افغانستان لپاره په ګډ?? كار كولو ??ه تيار يو٬ پاكستان په افغانستان كښې د امن٬استحكام٬خوشحالي او روښانه سباؤن غواړي۔د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې دو?? كاله وړاندې د بې دركه شوي افغان ماشوم عبدالله خپلې كورنۍ سره د يوځاې كولو په غرض جوړی شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې د امن٬استحكام٬خوشحالي او روښانه سباؤن غواړي او پاكستان په دې لړ كښې بشپړه مرستې لپاره چمتو دې۔خارجه سېكترې ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استح??ام د منطقې امن او استح??ام لپاره ډېر مهم دې۔پاكستان به امن لپاره افغانستان سره په ګډه هڅې روانې ساتي۔د افغانستان حكومت او اولس د ماشوم په ښه پالنۍ او خپلې كورنۍ سره پھ يوځاې كولو ??وې هڅې ستائېلې دي۔خارجه سېكترې ووئيل چې د دې ماشوم حفاظت او ښه پالنه د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمينځه د دوستۍ د اړيكو عكاسي كوي
پاكستان په افغانستان كښې د امن٬استحكام٬خوشحالي او روښانه سباؤن غواړي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی