لاهور۔14دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي په پاكستان كښې معياري زده كړې سالمه ټولنه جوړوي ٬ مېرمنې هم باید په هر ډګر کښې د نارینه وو ترڅنګ خپل رول ولوبوي۔ هغه د نهې په ورځ د لاهور كالج فار وېمن پوهنتون 16 م كانووكېشن ته خطاب كولو۔ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ وائس چانسلر لاهور كالج فار وېمن پوهنتون ډاكټر بشری مرزا او نور علمي شخصيات او ګڼ شمېر زده كوؤنكي هم په دې موقعه موجود وو۔ صدر مملکت ډاكټر عارف علوي ووئيل د بابائے ملت قائد اعظم محمد علي جناح ٬ ډاكټر علامه محمد اقبال او سرسيد احمد خان په تعليماتو عمل كولو سره مونږ د يو حقيقي اسلامي ٬ فلاحي ٬ نظرياتي او لوستي قوم په حېث رامخې ته كېدې شؤ ولې چې هغوي ټول عمري د نارينه وو سره سره د انجونو په قامي هلو ځلو كښې شاملولو له د د زده كړو خپل شعار جوړولو هدايت كړې۔ صدر مملكت په 1904 كښې د برټش دور حواله وركولو سره ووئيل دغه مهال به لور د خپل پلار يا خاوند ملكيت ګڼلې شوه او ددې په مقابله كښې اسلام سوؤنه كاله مخكښې چې مېرمنې ته كوم مقام وركړې دې د هغې ثاني نشته۔ هغه ووئيل اسلام چې مېرمنو ته په ميراث كښې كومه برخه وركړې ده د هغې نه ئې څوك اخستې نه شي او اوس په دې اړه باقاعده قانون سازي شوې ده۔ هغه ووئيل لوستې او شعور لرونكې سوسائټي د مستحكم او مضبوط هېواد په بنياد اېښودلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي له دې كبله سوسائټۍ له به راوړاندې كېدل او په خاص توګه د مېرمنو زده كړو له هغه ګامونه پورته كول وي چې ورسره هغوي هم د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړې شي۔ هغه ووئيل زمونږ ټولنه چې څومره اړتيا نارينه وو ته لري دومره مېرمنو ته هم لري۔ هغه ووئيل مېرمنې دې د نرسز آئي ټي په شمول ټولو څانګو كښې برخه واخلي او زده كړې دې ترلاسه كړي۔ هغه ووئيل په نزدې سباؤن كښی به د غېر رسمي زده كړو برخه د ملازمت په ماركيټ كښې د طلب له امله زياته شي۔ پروفېشنل زده كړې ترلاسه كوؤنكي زده كوؤنكي دې د خپلو صلاحيتونو سره سره خدمت كولو سره د دې مېوې قام ته وركړي او د ټولنې فرض دې چې هغه مېرمنو ته په خپل ژوند كښې د ترقۍ كولو موقعې وركړي۔ صدر مملكت ووئيل بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپل هېواد سره مينه لري ولې چې هغوي د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل زده كوؤنكي دې په خپل كور كښې پاتې كېدو سره هم د پېشه ورو زده كړو او تربيې ترلاسه كولو له عصري ټېكنالوجي او انټرنېټ وكاروي دغسې دوئي دې د خپل پېشه ورو زده كړو ممكن جوړولو له د خپل مور پلار د قربانيو قدر هم وكړي۔ هغه ووئيل پاکستان د څه دپاسه څلور میلیونو افغان کډوالو کوربه دې۔ هغه ووئيل نړۍ باید په کشمیر، فلسطین او هر ځای کښې په مسلمانانو د روان ظلم او زياتي خبر واخلي او د بشري حقونو ادارې او تنظيمونه دې په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ هغه ووئيل پرمختګ كړې هېوادونه جنګونه نه غواړي۔
په پاكستان كښې معياري زده كړې سالمه ټولنه جوړوي٬ مېرمنې هم باید په هر ډګر کښې د نارینه وو ترڅنګ خپل رول ولوبوي٬ د صدر عارف علوي د لاهور كالج فار وېمن پوهنتون كانووكېشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج