واشنګټن 22جولائی (اے پی پی) امریکا كښې د پاکستان سفیر اعزاز چوهدری د امریکې نړيوالو کمپنیو ته پاکستان كښې د سرمایه کارۍ موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه وركړي۔ ده دا خبره د امریکې پوټومیك کمپنۍ د اړخه خپل اعزاز كښې وركړې شوي د ميلمستيا دستوره كښې په خپلو خبرو كښې وكړه، كومه كښې چې د امریکې ملټی نېشنل کمپنیو نمائندګانو او سینیئر ایګزیکټوز هم ګډون كولو۔ سفیر اعزاز چوهدری ګډون كونكې د پاکستان اقتصادی او معاشی کامیابیو څخه خبر كړل او ده ووئيل دا مهال د پاکستان ټولې اقتصادی اشاریئے مثبت دي۔ سفیر اعزاز چوهدری ووئيل پاکستان كښې د فرق نه غير د ترهه ګرو په ضد کارروائی کېږي چې په نتيجه كښې ئې پاکستان كښې اوس د امنيت وضعه ښه شوي۔ ترهه ګر د هېواد څخه تښتي او د هغوي ژالې هم ويجاړې كړې شوي ۔ ده ووئيل امنيتي وضعه ښه كيدو سره د هېواد معیشت ښه شوې او پاکستان كښې اوس د نړۍ سرمايه كار نيغ په نيغه راځي۔ سفیر اعزاز چوهدری د پاك چین اقتصادی راهدارۍ پروژې خاص ذکر كولو سره ووئيل سی پیك سره به نه يواځې پاکستان بلکه ټولې سيمې ته ګټه وشي او كښې به د پرمختګ يو نوې دور پيل شي
امریکا كښې د پاکستان سفیر د امریکې نړيوالو کمپنیو ته پاکستان كښې د سرمایه کارۍ موقعو څخه د ګټې پورته كولو بلنه
مضمون کا ماخذ : prêmios lotofácil