پنډدادنخان 18 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د اپوزيشن څخه به لانګ مارچ خو څه واك هم ونه شي، د نواز شريف، شهباز شريف او بلاول سياست ختم شوے، دوي له به د اولس لوټ كړې پېسه بېرته ستنول وي، نواز شريف په دروغو وئيلو لندن ته تللے ، نن ئې لور د عدالتونو نه بهر ولاړه ده، پلار او وروڼه ئې وطن ته نه راځي، دا خلق د پاكستان د اولس مجرمان دي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ په پنډادنخان كښې كاركنانو ته په خپله وېنا كښې وكړې. د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د عمران خان اولسي غونډو په نتيجه كښې به د اپوزيشن خوب وتښتي، نن به اپوزيشن ته معلومه شي چې غونډې څنګه وي، نن په منډي بهاٶالدين كښې د وزيراعظم هركلي كولو لپاره په لويه شمېره خلق موجود دي. چوهدري فواد حسېن ووئيل نن په شهباز شريف فرد جرم عائد كېدو خو هغه بهانه وكړه چې د هغه د چالان سياهي نه لوستلې كېږي، دوي ته د استاد ضرورت دے، په داسې بهانو به دوي بچ نه شي. ده ووئيل د مقصود چپړاسي، مسرور احسن او منظور پاپړ والا په اكاٶنټونو كښې د اربونو روپې راغلي او د دوي اكاٶنټس ته منتقل شويٍ، دوي به دا وائې چې دا پېسې څنګه منتقل شوې. ده ووئيل كه نواز شريف او زرداري د 23 زره اربه قرض نه ؤ اخستے نو نن به مونږ سره دومره وسيلې وې چې مونږ به سبسډي وركولې شوه. ده ووئيل سږ كال هم پاكستان د 12 اربه ډالرو قرض بېرته وركړے. د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل دې خلقو پاكستان په دواړه لاسه لوټ كړے، د پاكستان اولس ته دا معلومه ده. ده ووئيل د كال 2018م په ټاكنو كښې مونږ خپل بدل اخستے، خو دا بدل لا ختم شوے نه دے، د كال 2023م په ټاكنو كښې به يو ځل بيا عمران خان وزيراعظم ټاكلے كېږي.
د اپوزيشن څخه به لانګ مارچ خو څه واك هم ونه شي، د نواز شريف، شهباز شريف او بلاول سياست ختم شوے، هغوي له به د اولس لوټ كړې پېسه بېرته ستنول وي. د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په پنډدادنخان كښې كاركنانو ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا