اسلام آباد ۔ 28 اکتوبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد ??یصر وئيلي دي وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې او په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ ده د اتوار په ورځ پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب كولو۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د مدرسو په اړه كې??ونكې پروپېګنډا بې بنسټه ده علماﺀ كرام او مشائخ بايد په دې باور نه كوي۔ اسد ??ېصر ووئيل د خېبر پختونخوا په ډول پنجاب كښې به هم عقيده ختم نبوت او د قرآن پاك ترجمه نصاب كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل كه حاجت پېښ شو نو د علماﺀ كرامو او مشائخو مشاورت سره به د مدرسو په اړه ردوبدل كولې شي۔ اسد ??یصر ووئيل چې عهدي عارضي څيز دے د اولس خذمت لپاره مقصدونه ترلاسه كول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان وړاندې دا ??بره كړې چې د مدرسو طالبعلمانو ته په ټولنه كښې بايد جائز مقام وركړې شي۔ ده ووئيل كه لوئے څښتن ته منظور وي نو عمران خان به خپل دا ??هد ترسره كړي۔ ده ووئيل لوئې څښتن دے ماته د اولس د خذمت توفيق راكړي دغسې چې د خدائی په وړاندې خپل مخ روڼ كړې شم
وزيراعظم د مدرسو د نصاب نه بدلېدو باور راكړې دې۔ په مدرسو به كوم بندېز لګولې نه شي۔ د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر پنج پیر صوابۍ كښې د مدرسه دارالقران غونډې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : کڑک