اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسدعمر وئيلي دي راتلونكي مالي كال لپاره د پرمختګ بنيادي ستنې به برآمدات ، صنعتونه ، تعميرات، آئي ټي، كر كېله ، پولټري او ترسيلات زر وي، په وفاقي پرمختيائي بجټ كښې د 250 اربه روپو زياتوالي سره 900 اربه روپۍ مختص كوٶ، راتلونكي مالي كال لپاره د هېواد د معاشي شرح نمو اندازه 4.8 فيصده ده، د تعميراتي څانګې پرمختګ د ډاډ وړ دے، د هېواد برآمدات وده كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ميډيا ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ اسد عمر ووئيل راتلونكي مالي كال لپاره د 4.8 فيصده جي ډي پي شرح نمو منظوري وركړې شوې ٬ د ترسيلات زر اندازه 33.1 اربه ډالره اېښودې شوې ، صنعتي پيکيج سره د هېواد په معيشت ښه اثرات مرتب شوي۔ ده ووئيل د صحت څانګې منصوبو لپاره 28 اربه٬ اېچ اي سي لپاره 37 اربه روپۍ او اسكلز اېجوكېشن پروګرام له هم 5 اربه روپۍ مختص كړې شوي۔ ده ووئيل د كرونا وباء په مهال كومو سېكټرو چې تكليف برداشت كړے ھغوي لپاره د پېكج تجويز د خزانې وزير منظور كړے۔ ده ووئيل د لائيو سټاك او د زرعي څانګې پرمختګ ته پام لرنه كوو۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ووئيل كروندګرو ته معياري تخم او د چينجو داروګان وركولو سره لپاره راتلونكي كال لپاره د 10.50 مليونه ګانټهو پېداوار اندازه لګولې شوې ۔ ده ووئيل د صنعتي هلو ځلو اضافې له امله مونږ د برېښنا كهپت كښې د زياتوالي پېش ګوئي هم كوٶ۔ ده ووئيل راتلونكي مالي كال كښې د برامدات 25.2 بېليونه ډالرو هيله لرٶ ۔ ده ووئيل سږ كال ترسيلات زر كښې رېكارډ اضافه شوې كوم چې سږ كال تر پائي 29.1 بېليونه ډالره ګجې ته د رسېدو اميد دے۔ ده ووئيل مونږ دا اندازه لګوٶ چې راتلونكي كال به دا تر 33.1 بېليونه ډالره زيات شي۔ وفاقي وزير اسد عمر ووئيل راتلونكي كال كښې به د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ د لارې د يو كهرب روپو منصوبې پېل كولې شي۔ ده ووئيل كراچۍ لپاره اعلان كړي پېكج٬ د سندھ ٬بلوچستان او د ګلګت بلتستان ټاكلو ضلعو ته به د پي اېس ډي پي څخه مالي اعانت وركولې شي دغسې بندونو جوړولو لپاره به هم پرمختيائي منصوبو له فنډز وركولې شي
راتلونكي مالي كال لپاره د پرمختګ بنيادي ستنې به برآمدات ، صنعتونه ، تعميرات، آئي ټي، كر كېله ، پولټري او ترسيلات زر وي۔ د وفاقي وزير اسد عمر ميډيا ته بريفنګ
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ