اسلام آباد ۔ 24 جنوری (اے پی پی)د اطلاعات ٬ خپرونو او قامې ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران خان شپه او ورځ بې بنسټھ تورونه لګوي??نن هم عمران خان د عدالتي كاروائي نه دروغو وئېلو لپاره عدالت نه راووتې ؤه ٬د تحريك انصاف پھ پيټېشن كښې د مريم نواز ذكر نشته٬تورنه لګول او بيا بخښنه غوښتل د خان صېب عادت دے٬د الېكشن كميسون نه پس به په ستره محك??ه كښې هم عمران خان بخښنه غواړي۔د نهې په ورځ مېډيا سره خبرو كښې دوهمې وزيرې ووئيل زمونږ د اړخه د جمع كړې شوو كاغذونو تحريك انصاف كوم ځوابي دستاويز نه دې جمع كړی۔دې ووئيل زه عمران خان له مباركي وركوم چې پھ ملتان كښې هم وزيراعظم نواز شريف د مېټرو بس پروژې پرانسته وكړه٬ دې ووئېل وزيراعظم محمد نواز شريف د پاكستان پرمختګ غواړي دغسې عمران خان د پانامه ليكس پھ نامه سياست كوي۔دې ووئيل عمران خان دې پھ خېبرپښتونخوا كښې كاركردګي وښائي۔دوهمې وزيرې ووئيل عمران خان پھ عدالت كښې د سماعت ختمېدو نه 15 دقيقې وړاندې د سپريم كورټ څخه بهر راوتې ؤه او دروغ ئې وئېل ځكه چې دا د هغه عادت دے۔ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان هغه خبرې كړي د كومې چې په عدالت كښې ذكر هم نه دې شوې۔عمران خان هره ورځ په مريم نواز شريف بې بنسټھ تورونه لګوي??نن هم د مريم نواز شريف وكيل چې خپل دلائل پېل كړل نو په ټولو چېنلو خبر وچلېد چې د عمران خان پھ عدالت كښې دائر شوي پيټشن كښې د مريم نواز ذكر هم نشته دغسې پھ يو بل پېټېشن كښې د مريم نوازشريف هېڅ ذكر نشته ځكه چې هغه پھ دې اړه هېڅ دستاويزات نه لري۔دې ووئيل كله چې نن د سماعت پھ مهال دلائل وركول پېل شول نو زمونږ وكيلانو په خپلو دلائلو كښې دا خبره ثابته كړه چې پھ دائر شوو خواستونو كښې د مريم نواز شريف نامه هم نشته٬كه عمران خان په دې اړه كوم دستاويز لري نو زمونږ دستاويز چېلنج كولې شي ۔خان صېب دستاويز ځكه نه جمع كوي چې هغه په پانا??ه كيس سياست كوي۔دې ووئيل وزيراعظم د نړيوال اقتصادي فورم څخه په كاميابۍ راستون شوې او چرته چې د نړۍ نوموړولو اقتصادي لارښودو د پاكستان كاركردګي ستائېلې ده ٬مريم اورنګزېب ووئېل هېواد ته په رارسېدو وزيراعظم ملتان كښې د مېټرو بس پرانسته وكړه او پھ دې مونږ ټول قام او په خاص توګه عمران خان له هم مباركي وركوو۔
عمران خان شپه او ورځ بې بنسټھ تورونه لګوي٬نن هم عمران خان عدالتي كاروائي پرېښوده او دروغ وئېلو لپاره عدالت نه راووت
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria