اسلام آباد 05 اپرېل(اے پي پي) داخله وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د پاكستان تحرك انصاف حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي٬د پاكستان ډيموكريټك موومنټ(پي ډي اېم)د درغو دعو څخه حكومت ته هېڅ خطر نشته٬د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د پي ډي اېم لخوا شوي ټول اعلانات د دروغو ثابت شو او راتلونكي كښې هم د هغوي په قسمت كښې د رسوائي نه زيات څه نشته٬د پي ټي آئي مشرتابه سره اولس ولاړ دے او ولاړ به وي۔ ده ووئيل چې د پي ډي اېم ګوندونه اوس د حكومت په ضد د كوم ډول تحريك چلولو قابل نه دې پاتې شوې٬د هغوي بيانيې اولس رد كړي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې په هېواد ګښې د ګرانۍ مسئلې مخ نيوي لپاره بشپړه سنجيده اقدامات كوي٬وزيراعظم باور وركړې چې هغه به د بنيادي ضروري څيزونو د بيعو خپله څارنه كوي او د مصنوعي طريقو څخه په بيعو كښې د مافيا په ضد كاروائي كولې شي
د پاكستان تحريك انصاف حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي۔ د داخله وفاقي وزير شېخ رشيد احمد نجي ټي وي چينل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ