اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي په ستره محكمه كښې د تحريك انصاف دلائل كوم وزن نه لري٬ د پانامه كېس خپل انجام په پلو روان دے٬ پرېكړه به د آئين او قانون له مخې وي٬ د لنډې لارې او د بلې دروازې سياست خپل انجام ته رسېدلې٬ پي ټي آئي د وارداتو عادت لري۔ د زيارت په ورځ خب??يالانو سره په خب??و كښې ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د پانامه كېس خپل انجام پلو روان دے٬ ده ووئيل د پېټيشن كوونكو لخوا د تېرو څلورو كلونو په مهال بېلا بېل بيانونه وركړې كېږي خو نن په وړومبي ځل مخالف وكيل په عد??لت كښې دلائل وركولو كښې ريښتيا ووئيل چې هغه د عد??لت وخت ضايع كوي۔ ده ووئيل مخالفين يو خوا وائي چې كومه هم عد??لتې پرېكړه وي قبلولې به شي او بلخوا عد??لت ته د دړكو وركولو لړې روانه ده۔ ده ووئيل نن عد??لت په بېلا ??ېل?? موقعو وئيلي د پي ټي آئي لخوا چې د ورځپاڼو كومې ټوكړي او د ردې كوم كاغذونه جمع كړې شوي ٬ هغه د اورېدنې نه دي او پرېكړه به د قانون او د آئين له مخې كولې شي۔ ده ووئيل كوم يو كس لپاره په آئين كښې بدلون نه شي كېدے
په ستره محكمه كښې د تحريك انصاف دلائل كوم وزن نه لري
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados