اسلام آباد 19مئي (اے پي پي) د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي سره د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري ملاقات كړې دې۔ د ملاقات په مهال ساجد حسېن طوري ووئيل پاكستان او سعودي عرب شريكې عقيدے، كلتور او سټريټجكي شراكت دارۍ په بنياد د ورورولۍ اړيكې مهمې ګڼي۔ وفاقي وزير په سعودي عرب كښې مېشته پاكستانيانو په مسئلو او د روزګار په نورو موقعو وركولو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وفاقي وزير په سعودي عرب كښې نيوم سټي پروجيكټ بشپريدو لپاره افرادي قوت كښې د پاكستان كوټې په باوري كولو زور راوړو۔ساجد طوري ووئيل بايد په دې پروجيكټ كښې بيل هنر مند او غير هنر مند نوكرو له د پاكستانيانو لپاره م زياتې موقع وركړې شي دغسې چې زياتو پاكستانيانو ته د روزګار موقعې ترلاسه شي۔ده د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ كښې د سعودي حكومت مرسته وستائله۔
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena