اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په چارټر د عمل درآمد د لارې هوارېدې شي٬ په كشميريانو ظلمونه د نړيوالو لوظنامو په ضد دي۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د سياسي او پارلماني ګوندونو لارښودو په غونډه كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو شهيدانو او د مقبوضه كشمير شهيدانو لپاره فاتحه خواني وكړې شوه ۔د غونډې نه پس په ګډه جاري ??عل??ميه كښې دا عزم څرګن كړے شو چې د پاكستان حكومت٬ پوځ ٬سياسي ګوندونه او اولس د كشميريانو د خپلواكۍ د حق مرستې له په بشپړه توګه يو موټې دي ٬د كومې ضمانت چې د ملګرو ملتوند سلامتي كونسل په قراردادونو كښې وركړې شوې۔??عل??ميه كښې وئيلي شوي هندي ځواكونو په مقبوضه كشمير كښې د تېرو 87 ورځو په مهال 110 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي چې پكښې ماشومان او مېرمنې هم شاملې دي او دغسې د پېلټ ګنز د لارې 700 څخه زيات كشميريان د بينائۍ نه محروم كړې شوې۔ ??عل??میه كښې وئيلې شوې د بې ګناه كشميريانو د پرله پسې وژلو غندنه كوٶ كومه چې د بشري حقونو او نړيوالو قوانين سنګينه خلاف ورزي ده۔ ??عل??میه كښې د هند بلا اشتعال جارحيت او ډز بندۍ پرله پسې خلاف ورزۍ غندلو سره دا سيمه ايز امن او سلامتيا له خطر ګرځولې٬ هند د بربريت او ظالمانه كاروائيو د لارې د كشمير د آزادۍ ځائي هلو ځلو څخه د پام لرې كولو هڅې كوې او مونږ ئې رد كوٶ او د لائن آف كنټرول بلخوا د ترهه ګرۍ د هند بې بنسټه تورونه رد كوٶ۔ ??عل??میه كښې وئيلي شوې د كشميريانو په ضد د تور قوانين پرله پسې كارول او بيا بيا كرفيو لګول د افسوس وړ خبره ده چې له مخې ئې د مقبوضه كشمير د خلقو ستونزې زياتې شوې ۔ په ??عل??ميه كښې د هند لخوا كشمير له د اټوټ ا??ګ ادعا خندنۍ ګرځولو سره دا ګډون كوونكو رد كړې ولې چې هند خپله د مقبوضه كشمير كشاله سلامتي كونسل ته وړاندې كړې وه كومه چې دوې د ملګرو ملتونو د دوو هېوادونو ترمېنځه نړيواله شخړه ګرځولې وه ۔ ??عل??میه كښې وئيلي شوي مونږ په بلوچستان كښې د هند لخوا د ثابتې شوې لاس وهنې غندنه كوٶ او د پاكستان غېر مستحكمولو لپاره د هند د هلو ځلو غندنه كوٶ د كومو اعتراف چې نيولي شوې د “را” اېجنټ كلبهوشن ياديو هم كړې څوك چې د هند سمندري ځواك حاضر سروس افسر دے ۔ په ??عل??میه كښې وئيلي شوې سارك فورم كښې د ګډون نه انكار پشمول د ټولو دوه اړخيزه او ګڼ اړخيزه خبرو سفارتي هڅې ناكامولو له هندي عزائم د افسوس وړ دي او پاکستان او د منطقې په ضد اوبه د وسلې په توګه د كارولو د هندۍ منصوبې غندنه كوو كومه چې د نريوالو ذمه واريو په ضد ده ٬ د هند لخوا سندھ طاس لوظنامه په يوه اړخيزه توګه منسوخ كولو هڅې به جارحيت ګڼلې شې۔ ??عل??میه كښې د هند لخوا د لائن آف كنټرول ديخوا د سرجيكل سټرائيك دروغجنه ادعا رد كولو سره وئيلي شوي د هند د دروغو ادعا مقبوضه كشمير كښې د ظلم او ستم څخه د نړۍ پام اخوا كولو هڅه ده۔ ??عل??میه كښې دا هم وئيلي شوې مونږ د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق او د مېړنو هلو ځلو او د كمټمنټ ستائنه كوٶ كومې چې اوس څو نسلونو ته منتقل كړې شوې٬د خپلواكۍ د حق وركولو لوظ د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې نړيوالې ورورولۍ كړې وه۔ ??عل??میه كښې د هند د جارحيت بشپړ ځواب وركولو په اړه د پاكستان د وسله والو ځواكونو د نرتوب او غېر م??زل??له كمټمنټ ستائنه وكړې شوه او مقبوضه كشمير كښې د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كشمنر او د او آئي سي لخوا د فېكټ فائنډنګ مشنز لېږلو د پرېكړې هركلے وكړې شو٬ لكه څنګه چې ختيز تېمور او سوئيلي سوډان كښې د خپلواكۍ حق پحقله د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد شوې دغسې مونږ په نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه په لويو طاقتونو زور رواړو چې ھغوي د كشميريانو خپلواكۍ حق لپاره د سلامتي كونسل قراردادونه عملي كولو له كوټلې ګامونه پورته كړي۔ ??عل??میه كښې د مقبوضه کشمیر اولس د خپلواكۍ حق لپاره د سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرستې له هم د عزم څرګندونه وكړې شوه۔ ??عل??میه كښې ووئيل شول پاكستان د ترهه ګرۍ ٬ تشدد او انتها خوښۍ په ضد بې مثاله جنګ كښې بوخت دے ٬ مونږ په نېشنل اېكشن پلان په بشپړه توګه د عملدرآمد عزم كړے په كوم چې تېره اے پي سي كښې سلا راغلې وه۔
د كشمير په كشاله حكومت ٬ پوځ٬ سياسي ګوندونه او اولس يو موټې دي.د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د سياسي او پارلماني ګوندونو لارښودو غونډې نه پس جاري كړې په ګډه اعلاميه
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری