کراچۍ 09 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي تر 30 كالو د هېواد وينه څښكوونكې د غلو ډله زما خلاف يو شوې ، دوي هېواد نه خپل ځان ساتلو لپاره راوتې دي٬ تحريك عدم اعتماد به د غلو او ډاكوانو ټولګي لپاره سياسي مرګ ثابت شي، د دې ټولګي په ضد جنګ يوازې د عمران خان نه بلكې د هېواد د بچي بچي دے، ټولو له په ګډه دوي خپل انجام ته رسول دي، اپوزيشن زمونږ پارلماني غړو ته د 20 شل كروړه روپو وړاندېز كوي، اپوزيشن په دې پريشانه دے چې هېواد په سم لوري روان شوے ځكه دوي د بې باورۍ تحريك راوړاندې كړے ، پاکستان ټولو سره د دوستۍ خواهش لري او د يو هېواد په ضد هم نه دے خو يو هېواد ته به هم دا اجازه ورنه كړو چې ھغوي زمونږ د هېواد په ضد كوم اقدام وكړي٬ څوك چې د امن لپاره راپاڅي د ھغوي سره ولاړ يو خو د جنګ لپاره به د چا ملګرتيا نه كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګورنر هاٶس كراچۍ كښې د تحريك انصاف كاركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان كښې پټرول او ډيزل د دبئۍ نه هم ارزان دي حالانكه ھغوي تېل پېدا كوي او مونږ ئې د بهر نه راغواړو ، زمونږ اولس رېكارډ ټېكس جمع كړے چې په سبب ئې حكومت اولس ته ګټه رسولې او د پټرول او ډيزل بيعه لس ٬ لس روپۍ ټيټه كړې شوې ٬ ده ووئېل د ګرانۍ اثرات كم كړے شوي ۔ وزيراعظم ووئيل هېواد په سم لوري روان دے٬ تر څو چې برآمدات نه وي زيات شوې آمدن نشي زياتېدے٬ د حکومتې اقداماتو له امله نن برآمدات٬ د ټېكس وصولي او ترسيلات زر د هېواد د تاريخ لوړې كچې ته رسېدلي او د تېرو څلورو كالو په مهال رېكارډ پېداوار تر لاسه شوے۔ ده ووئيل نن هېواد په سمه لاره روان دے٬ په دې وجه كېدې شي چې د ډاګوانو ګلدسته په ېره كښې وي ٬ ده ووئېل هېواد ديواليه كېدو ته نزدے ٶ٬ وړومبے مونږ د سختو حالاتو نه هېواد رابهر كړو او بيا د كرونا وباء څخه په كاميابۍ سره راووتو خو بيا چې كله د روپۍ په بيعه فشار زيات شو او ډالرز بهر تلل پېل شول نو د دې صورتحال څَخه هم مونږ لوي څښتن رابهر كړو ، ده ووئېل هغوي په يره كښې دي چې دا حكومت د هر سخت وخت نه په كاميابۍ سره رابهر كېږي ٬ نو زمونږ به څه كېږي٬ د يوکرين شخړې له امله د غنمو، تېلو، ګاز اود سكرو بيعه زياته شوې خو مونږ د دې صورتحال نه هم خپل اولس ساتلو كښې كامياب شوې يو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل اپوزيشن د بې باروۍ تحريک جمع کړے او دوي ھغه كار وكړو د كومو چې ما دعاګانې غوښتې ځكه چې يو مشهور متل دے ”د ګيدړ چې كله مرګ راشي٬ ھغه ښار مخه نيسي” د عدم اعتماد تحريك به د غلو مرګ ثابت شي۔ وزيراعظم ووئيل زما شمېره د نړۍ د تاريخ په 5 شپږو بهترينو كپتانانو كښې كېږي ځكه چې په ټېسټ كركټ كښې د كپتان د كاميابۍ راز هم دا وي ځكه چې ھغه د هرې ورځ منصوبې بندي كوي او خپل ټيم كاميابوي، ھغه ته معلومه وي چې مېچ څنګه ګټلے شي٬ د ډاكوانو او غلو په ضد د 25 كالو راهسې هڅې كوم دا سياست نه دے جهاد دے٬ ده ووئېل د غلو په ضد هېواد لپاره جنګېږم٬ دوي هر دوه مياشتې پس د حكومت د ختمېدو خبرې كوي، كله دهرنا وركوي او كله لانګ مارچ كوي٬ د هېواد اربونه ډالره په غلا بهر لېږلې شوي٬ ما دعا كوله چې په څه طريقه د دوي ګرېوان زما لاس ته راشي، لوي څښتن زما واورېده٬ ده ووئېل د دوي بيا نه يوازې د عدم اعتماد تحريك ناكامه كوو بلكې ما د دغې نه د وړاندې تياري هم كړې ٬ وړومبے زما لاسونه تړلے شوي وو٬ ځكه چې كله د كرونا وباء او كله نړيوالې چارې رامخې ته وې، اوس به زه قلارېږم نه په دوي پسې به ځم او دوي به نه پرېږدم، ده ووئېل زما وړومبے هدف به آصف علي زرداري وي، زرداري ھغه ظالم سړے دے چي پوليس به ئې خَپلو مقاصدو لپاره استعمالول ، كمېشن به ئې خوړلو٬ د غلا پېسبه به ئې ټولې دنيا ته لېږله۔ وزيراعظم عمران خان پخوانې صدر آصف علي زرداري مخاطب کولو سره ووئيل زرداري ستا وخت راغلے٬ زما د ګوند غړو ما ته وئيلي چې مونږ ته د شل 20 كروړه روپو وړاندېز كېږيخو ما دوي ته وئيلي دي د حرام پېسه ده دا واخلئ او چرته يتيم خانه٬ لنګر خانه او يا پناه ګاه پرې پرانيځئ۔ وزيراعظم ووئيل كله چې نېب زرداري طلب كوي نو د ھغه په ملا دړد راشي٬ بلخوا مقصود نائب قاصد ھغه شوباز او بوټ پالش كونكے دے چې اوس د زرداري سره مل شوے ٬ خو ھغه ته هم معلومه شوې چې وخت ئې راغلے هر څو كه د دړد او كله د كرونا په بهانه د عدالتونو نه تخښتي، وزيراعظم ووئېل هغه خپل زوي او زوم كوم چې د هېواد نه بهر دي هغوي ته اربونه روپۍ لېږلي، د دوي نه په پېسه اخستو به د برېښنا بيعه لا كمه ووم، په راتلونكو ورځو كښې به دوي په زندان كښې وي۔ وزيراعظم ووئيل فضل الرحمن هم دوي سره مل شوے څوك چې د اربونو روپو اثاثې لري خو كاروبار ئې يو نشته٬ ايا دوي هېواد بچ كولو لپاره راوتې دي، ده ووئېل د درېشو كالو راهسې دوي د هېواد وينه څښي٬ اوس يو شوي٬ دوي هېواد نه خپل ځان بچ كولو لپاره راوتې دي۔ وزيراعظم ووئيل كله چې فضل الرحمن نيب وغواړي نو وائي زه به دوه زره كسان راولم، كه دې دوه زره كسان راوستلې شي نو زه هم يو لك كاركنان راوستلے شم۔ وزيراعظم ووئيل اوس زه دير ته روان يم او د دې نه پس به د اتوار په ورځ حافظ آباد ته ځم، ټول قام به خبرووم چې د غلو د ټولګي په ضد جنګ يوازې د عمران خان نه بلكې د هېواد د بچي بچي دے، ټولو له به په ګډه دوي هلته رسول وي چرته چې دوي له ډېر وړاندې رسېدل پكار وو۔ وزيراعظم په دې موقع آصف علي زرداري له مشوره وركړه چې ھغه خپل زوي ته كم ازكم اردو خو سمه اوښائي، انګرېز هم په دوو كالو كښې اردو زده كولې شي۔ وزيراعظم ووئېل د تېرو لسو كالو په مهال چې كله د زرداري او د نواز شريف حكومتونه وٶ نو په هېواد 400 ډرون بريدونه شوي وو خو دوي كله هم د هغې په ضد خبره نه د كړې ځكه چې د دوي د غلا پېسه بهر پرته ده او دوي د ھغه خدايانو پوچا كوي چرته چې د دوي پېسې پرتې دي، دوي به د هېواد مفادات لپاره هېڅكله نه راپاځي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان ټولو سره د دوستۍ خواهش لري او د يو هېواد په ضد هم نه دے خو يو هېواد ته به دا اجازه ورنه كړو چې ھغوي زمونږ د هېواد په ضد كوم اقدام وكړي٬ ما اروپائي ائتلاف ته ورياده كړې چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان ستاسو اتحادي ٶ او مونږ په دې جنګ كښې د 80 زره نه زياتې قربانۍ وركړي او زمونږ قبائيلي سيمې تباه شوي٬ ده ووئېل 35 لكه خلقو خپل كورونه پرېښودي خو نړۍ زمونږ د كردار اعتراف ونه كړو٬ څوك چې امن لپاره راپاڅي ھغوي سره ولړ خو د جنګ لپاره به د چا ملګرتيا نه كوٶ
د هېواد وينه څښكوونكو ډله زما خلاف يو شوې ، دوي هېواد نه خپل ځان ساتلو لپاره راوتې دي٬ د بې باورۍ تحريك به د غلو او ډاكوانو ټولګي لپاره سياسي مرګ ثابت شي، د دې ټولګي په ضد جنګ يوازې د عمران خان نه بلكې د هېواد د بچي بچي دے۔ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : estratégias loteria وفاقی