پېنډې 28 اګست (اے پي پي) د پاك پوځ لخوا په راجن پور ضلع كښې د مرستې فضائي آپرېشن شوے او ځپليو سره د راشن بېګز او خېمو په صورت كښې مرسته شوې. د اتوار په ورځ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې پاك آرمي په ليه، ډېره غازي خان او د راجن پور په ټولو سېلاب ځپليو سيمو كښې هم د رېسكيو او ريليف آپرېشن روان ساتلې. د پاك پوځ ډلو په ځپليو سيمو كښې ګېر شوي خلق چې پكښې مېرمنو او ماشومان هم وو، سامان سره بچ كولو سره محفوظ ځايونو ته رسولي دي. په ريليف كېمپونو كښې خلقو ته پوخ شوې خوراك او خشك راشن وركول كېږي. پاك پوځ د سېلاب ځپليو مرستې لپاره ټولې وسيلې كاروي چې پكښې د پوځ لخوا په لګول شويو طبي كېمپونو كښې فوري طبي مرسته هم شامله ده.
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina