ملګري ملتونه۔ 6 اپرېل (اے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو تخفيف اسلحه كمېشن ته وئيلي دي چې د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو د هند لخوا خلاف ورزيو او د وسلو شمېر زياتولو سره سيمه ايز او نړيوال امن خطر سره مخ شوې دې او ددې بايد مخنيوي وكړې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم تخفيف اسلحه كمېشن ته خطاب كښې ووئيل د سلامتی کونسل په قراردادونو عملدرآمد كښې ناكامۍ سره نیوکلیئرائزډ سوئيلي آسيا او نړۍ كښې امن او سلامتيا خطر سره مخ شوې ده۔ هغه د كمېشن پام په 9 مارچ د هند لخوا د پاكستان د حد ددنه په حادثاتي توګه فائر كړې شوي سپرسونک جوهری صلاحیت لرونكي توغندي پلو ګرځولو سره ووئيلي دې دې غلطۍ سره د سټرېټجك اثاثو سنبالولو صلاحيت كښې د هند كمې رامخې ته كېږي۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې په سوئيلي آسيا كښې امن او سلامتيا ته پېښې خطرې نظرانداز نه كړي۔ ده ووئيل هند دې په جموں او كشمير كښې دبشري حقونو په لويه كچه روانې خلاف ورزۍ بندې كړي او د سلامتي كونسل په قراردادونو دې عملدرآمد باوري كړي۔ ده زياته كړه چې فلسطين او كشمير د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو ته سترګی په لار دي۔ پاكستاني مستقل استازي منېر اكرم ووئيل هند په حادثي توګه د لانچ كړې شوي توغندي څخه پاكستان په وخت خبر ولې نه كړو؟ د دې پېښی تر دې دمه اعتراف ولې ونكړې شو ٬ دغسې هند له به دا هم وئيل وي چې آيا دا توغندې وسله وال ځواك هېنډل كړې وو يا دغلته كوم بدمعاش عناصر وو۔ ده ووئيل مونږ تر دې دمه د هند ځواب ته سترګی په لاره يؤ او هيله لرؤ چې هند به په تخفيف اسلحه كمېشن كښې د دې پوښتنو ځوابونه وركړي۔
هيله ده چې هند به تخفيف اسلحه كمېشن كښې د سپرسونك توغندي حادثاتي فائر په معامله د پوښتنو ځواب وركړي٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم كمېشن ته خطاب
مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa