لاهور۔21 نومبر(اے پی پی) د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د لانګ مارچ د لارې حكومتونه له منځه وړلې ك??دې نه شي ، د ارشد شريف وژونكې دې ولټولې شي ، د ثبوت او شواهدو نه غېر تورونه لګول سم نه دي٬ توشه خانې سره زمونږ كومه ??ېك نامي نه ده شوې٬ دښمن په سازشونو كښې بوخت دے ٬ مونږ له به خپلو صفونو كښې يو والي پېدا كولو او ثبات له كار كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په جامع منظور الاسلامېه كښې استحكام پاكستان كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ د?? ووئيل د پاكستان استحكام داخلي او سياسي استحكام سره تړلے دے٬ د پاكستان مذهبي قوتونو د پېغام پاكستان د لارې د ټولې نړۍ په وړاندې يو داسې ميث??ق اېښودلے دے كوم څخه چې ختيز او لوئيديز هېوادونه لارښودنه ترلاسه كوي۔ د?? ووئيل هېواد كښې ميثاق پاكستان ته اړتيا ده٬ د پاكستان ټولو مذهبي او سياسي ګوندونو له به په ګډه ميثاق پاكستان كول وي په كوم كښې چې د پاكستان په معيشت ٬ د عدل نظام په اصلاح كولو ٬ په انتخابي اصلاحاتو او د زياتېدونكي تشدد په ختمولو سوچ وكړے شي۔ د?? ووئيل د پاكستان د حساس ادارو په ضد پراپېګنډه كولې شي۔ د?? ووئيل د پاكستاني اولس رېډ لائن دين ٬ هېواد او د دې د سلامتيا ادارې دي٬ د نائن الېون څخه وروستو مونږ دا ډول يو ځائې ناسته كولې نه شوه٬ زمونږ بازارونه ٬ جوماتونه ٬ امام باړې او چرچونه ويجاړ شوې وو٬ د اولس او پاك پوځ قربانيو سره ترهګري ختمه شوه۔ ده وئيل د انتها خوښۍ په ضد چې كوم پېغام پاكستان رامخې ته شو دا پايې ته رسولو كښې د پاك پوځ او علماﺀ كرامو كردار د هېرولو نه دے۔ د?? ووئيل عمران خان په خپله منلي چې د هغه حكومت له مينځه وړولو كښې د اسټېبلشمنټ هېڅ كردار ن?? وو نو بيا د شپږ مياشتو نه د قومي سلامتيا ادارو په ضد چې كوم كمپائن روان دے د دې مسؤل څوك دے؟ د?? ووئيل د نوي سپه سالار د تعينات كولو تګلاره په ِآئين او قانون كښې موجود ده۔ د?? ووئيل د اظهار د آزادۍ هم يو حد وي ٬ د كومې حد بندۍ نه غېر چې څه كېږي دا هېواد ته زيان رسوي۔ د?? ووئيل پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كاري د هېواد سياسي استحكام سره تړلې ده۔ د?? ووئيل پاكستان كښې داخلي ثبات سره 25 نه تر 30 اربه ډالره سرمايه كاري هېواد ته راتللې شي۔ د?? ووئيل د تورونو سياست نه به بهر وتل وي۔ د?? ووئيل د ارشد شريف د وژونكو لټون زمونږ د ټولو د ګډې ذمه واري ده۔ د?? ووئيل دا ټولو ته معلومه ده چې د هند تر ټولو زيات منظم نېټ ورك په كېنيا كښې دې۔
دښمن په سازشونو كښې بوخت دے ٬ مونږ بايد په خپلو صفونو كښې يووالې رامنځته كړو ٬ د هېواد سلامتيا او ثبات له كار وكړؤ ٬ طاهر اشرفي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔