اسلام آباد 03 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سباؤن د اقتصادی مرستې تنظیم د غړو هېوادونو په برحه دے،په دې بلاك د ټولې نړۍ سترګې دي۔ ده اسلام آباد كښې په تر سره شوې د اقتصادی مرستې تنظیم د مشرانو په 13مه غونډه د باور څرګندونه كولو سره ووئيل دې سره به سيمه كښې د مرستې وضعه ز??اته شي۔ اولس مشر دا خبره ایوان صدر كښې د اقتصادی مرستې تنظیم چیمبر آف کامرس پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ پلاوي كښې د اقتصادی مرستې تنظیم عمومي سيكتر حلیل ابراہیم آغا سره د ترکیه، ایران، افغانستان، تاجکستان، کرغستان، آذربائیجان ا?? ایف پی سی سی آئی چارواكي شريك وو۔ اولس مشر ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم غړي هېوادونه بايد باقاعدګۍ سره د نندارتون ا??تمام وكړي دغسې چې د غړو هېوادونو ترمينځه تجارت زيات شي۔ اولس مشر ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم د غونډې مقصد غړو هېوادونو كښې د مواصلات ذريعو له اهمیت وركول وو۔ ده ووئيل د غړو هېوادونو ترمينځه د تجارتی پلاويو رابطې كولو ته اړتيا ده دغسې چې اړيكي لا قوي كړې شي او تجارت هم ز??ات شي۔ اولس مشر ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم غړو هېوادونو ترمينځه بايد کمرشل او کارګو فلائټس پيل كړې شي۔ دې سره به تجارتی حجم ز??ات شي او وګړو له به د مزل اسانۍ ترلاسه شي۔ اولس مشر ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم په غونډه كښې په شويو پريكړو عمل درآمد سره به د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي۔ ده ووئيل د پاك چین ا??تصادی راهدارۍ سره به د سيمې د پرمختګ يو نوې دور پيل شي۔ عمومي سيكتر ووئيل د اقتصادی مرستې تنظیم سمټ په اسلام آباد كښې كول د پاکستان ا?? سيمې لپاره اهمیت لري۔ په دې مهال د اېف پی سی سی آئی صدر زبیر طفیل ، د ایران چیمبر آف کامرس صدر انجنیئر غلام حسین شفاعی او ترکیه چیمبر صدر هېسراسك لیوګلو هم خطاب وكړو او د پاکستان ا??تصادی پرمختګ ئې وستائلو
سباؤن د اقتصادی مرستې تنظیم د غړو هېوادونو په برخه دے
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea