ملګرو ملتونه 06 دسمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې ?? پاكستان مستقل استا??ې ډاكټر مليحه لودهي وئيلي دي سي پېك د ساؤتھ ساؤتھ مرسته په زړه پورې مثال ګرځولو سره وئيلي دي د منصوبې ګټې تر اړوندو هېوادونو محدود نه دي ٬ دا تر ټولې منطقې او بهر خلقو لپاره هم ګټه ورې دي۔ د عمومي اسمبلۍ د لوړې كچې غونډه ته خپلې وېنا كښې دې د غوره پرمختګ ترلاسه كولو په لړ كښې د مېنځني آمدن لرونكو هېوادونو قائدانه كردار رامخې ته كړو۔ دې ووئيل غربت كښې كمي سره سره دې په دې هېوادونو د قرض فشار كمولو له مرسته وكړې شي٬ په نړيواله جي ډي پي كښې د مېنځني آمدن هېوادونو برخه نزدې نيمه ده خو 73 فيصده بې وزله خلق په دې هېوادونو كښې مېشته دي۔ د كوټلې پرمختګ هدفونو په اېجنډا عمل كولو كښې د مېنځني آمدن لرونكو هېوادونو ته په رامخې شوو خ??ډا??و مباحثه كښې ډاكټر مليحه لودهي ووئيل اګر چې د مېنځني آمدن هېوادنو چېلنجونه مشترك دي خو د غربت شرح ٬ قدرتي پانګې ٬ د پرمختګ استعداد او اقتصادي او سماجي كاركردګۍ په ل??اظ په دوي كښې واضح فرق هم شته او دې لپاره د دې ټولو د پرمختګ لائحه يو كېدې شي۔ دې ووئيل بايد د دغه هېوادونو د ملګرو ملتونو لخوا مرسته د ھغوي د ضرورتونو له مخې وكړې شي۔ ۔ په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر ماري آفرنانډا اېسوپينوزا او اېنټي ګواد اېنډ باربوډا وزيراعطم الفانسو براٶن هم د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه۔
سي پېك د ساؤتھ ساؤته مرستې په زړه پورې مثال دے٬ د منصوبې ګټې تر اړوندو هېوادونو محدود نه دي
مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج