جده 18 اګست (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره د سعودي خپل هم څنګ په جده كښې د سعودي په داخله وزارت كښې ملاقات كړے چې پكښې د پاك سعودي دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې شوي۔د سعودي نائب داخله وزير ډاكټر ناصر بن عبدالعزيز الداؤد د رانا ثناﺀ الله داخله وزارت ته په رارسېدو هركلے كړے ۔داخله وزيرانو په ملاقات كښې رانا ثناﺀ الله سره په سعودي عرب كښې د پاكستان سفير عامر خرم راټهور او قونصل جنرل خالد مجيد هم موجود موجود وو۔په ملاقات كښې د شريكو چېلنجونو مخ نيوي لپاره د دواړو هېوادونو داخله وزارتونو ترمينځه كوآرډينېشن لا ښه كولو ته اتفاق راغلو۔داخله وزير خپل هم څنګ ته د حج 2022 په ښه انتظامات مباركي هم وركړه۔داخله وزير د پاكستان څخه حج كوونكو لپاره د روډ ټو مكه پراجېكټ په كاميابۍ مباركي او د سعودي حكومت مننه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او سعودي عرب داخله وزارتونو ترمينځه په روابط كښې د لا ښه والي راوستو ضرورت دے۔د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه به د امنيت مرسته لا زياتولې شي۔پاكستان او سعودي عرب به په ګډه د ټولو داخلي او سيمه ايز امنيت چېلنجونو مقابله كوي۔ده ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې تاريخي٬د پخوانې او د ورورولۍ دي٬د پاكستان اولس خادمين حرمين الشريفين سره خاص عقيدت او مينه لري٬سعودي عرب د پاكستان په سختو حالاتو كښې تل مرسته كړې۔ده ووئېل د پاكستان څخه روډ ټو مكه پراجېكټ كاميابۍ په اړه ټولې ډلې له مباركي وركوم چې له امله يې سږ كال د پاكستان څخه 80 زره حج كوونكو د روډ ټو مكه آسانيو څخه استفاده كړې
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره د سعودي خپل هم څنګ د سعودي په داخله وزارت كښې ملاقات
مضمون کا ماخذ : quina prêmio acumulado